ناپیژاندو وسله والو د هرات په ولایت کې د سړک جوړولو د یو شرکت څلور قراردادي کارکوونکي وژلي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي دغو کارکوونکو چې د "پاکتین" په نامه شرکت ته یې کار کاوه د شنبې په سهار د شینډنډ ولسوالۍ د بازار په څو کیلومترۍ کې وژل شوي دي.
ښاغلی ولي زاده وایي دغه کارگران پداسې حال کې یو کس چې په موټرسایکل سپور و ویشتلي چې په کار بوخت وو.
تر اوسه چا ددغه پیښې مسؤلیت ندی منلی، خو د هرات امنیتي مقامات وایي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
پدې وروستیو اونیو کې وسله والو کسانو د پرمختیایي پروژو او غیر دولتي موسسو په کارکوونکو باندې څو ځلې مرگوني بریدونه کړي دي.
یوه وروستۍ پیښه دوه ورځې مخکې د کندهار په ولایت کې وه. ددې ولایت مقاماتو وویل چې د یو ماین پاکوونکي مړی یې موندلی دی. دغه ماین پاکونکی درې ورځې مخکې په موټرسایکل سپرو ناپیژاندو وسله والو د ماین پاکۍ د موسسې په کارکوونکو او د ټاپې پروژې د سروی کوونکو په یو ټیم باندې د برید پر وخت د میوند په ولسوالۍ کې نیولی او له ځانه سره نامعلوم ځای ته بیولی و.
پدغه حمله کې پنځه ماین پاکوونکي او د سروی د ټیم غړي وژل شوي وو.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي د امریکا غږ اشنا رادیو ته ویلي چې د تښتول شوي ماین پاکونکي مړی د میوند ولسوالۍ د سړک په غاړه موندل شوی دی.
د ترکمنستان د گازو نل لیکه ١٨١۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې ٨١٦ کیلومتره یې د افغانستان د پنځو غربي او جنوبي ولایتونو نه تیریږي.
تیر کال د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مقاماتو د خاصو مراسمو په ترڅ کې په هرات کې د ټاپې پروژې کار پیل کړ.
طالبانو هغه وخت ددغه پروژې د کار نه ملاتړ اعلان کړی و.
اوس څرگنده نده چې ددغې پروژې په کارگونکو چا برید کړی دی. تر اوسه هیڅ ډلې ددې برید مسؤلیت ندی اخیستی.
رپوټ: خلیل نورزایي – امریکا غږ