د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور یمنیان وژل شوي


په عراق کې چارواکي وایي د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې چې د دې هیواد په شمال کې د ګازو په یوې مجتمع شوی،د یمن څلور اوسیدونکي وژل شویدي.

د عراق د کردستان نیمه خپلواکې سیمې یو چارواکي ویلي چې د ډرون الوتکې دا برید د خور مور د ګازو په مجتمع شوی چې مالکیت یې د عربي متحده اماراتو د ګازو یو شرکت سره دی.

پیښه د عراق په سیمه ایز وخت جمعه اپریل ۲۶ ( غوایي اوومه) د مازدیګر په ۶:۴۵ شوی او د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې د ګازو دې مجتمع د تیلو ذخیره کولو ټانک ویشتل شویدی.

تر اوسه هیچا د دې برید د کولو ادعا نده کړې او د عراق حکومتي چارواکو یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو تر دې وړاندې هم پدې مجتمع څو ځله د توغندیو بریدونه شوي چې هیچا یې د کولو ادعا نده کړې.

د ګازو دا مجتمع د سلیمانیه او کرکوک ښارونو تر منځ په پرتې لارې موقعیت لري چې د عربي متحده اماراتو دانا ګاز یې څښتن دی.

د کردستان سیمه ایز حکومت ویاند پیشاوا هاوراماني د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې د ګازو دې مجمتع ته "شدید زیان" رسیدلی او په بغداد کې په فدرالي حکومت یې غږ کړی چې ددې "ترهګريزې کړنې عاملین" پیدا کاندي.

د ګازو په مجتمع دا برید داسې مهال کیږي چې د شاوخوا درېو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا په عراق او سوریې کې په میشتو امریکایي او ائتلافي ځواکونو د توغندیو بریدونه پیل شوي.

د روان میلادي کال جنوري میاشتې راهیسې چې په اردن کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید وشو او درې امریکایي سرتیري پکې ووژل شو او په بدل کې یې د امریکا پوځ په سوریې او عراق کې د ایراني پلوو ملیشو مرکزونه بمبارد کړل، بیا په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو کوم برید نه و شوی

خو د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې د عراق په لویدیځ کې په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.

د دې بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان ویاند، تورن جنرال پیټریک رایډر د عراق د حکومت څخه د دې بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړله.

جنرال رایډر د همدې تیرې سه شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، "دا بریدونه ائتلافي او عراقي ځواکونه د خطر سره مخ کوي. مونږ د عراق له حکومت څخه غواړو چې د دې ډلو د بریدونو په مقابل کې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او ټول لازم اقدامات وکړي".

دي امریکایي جنرال خبرداری ورکړ که په امریکايي ځواکونو دا بریدونه بند نشي، متحده ایالات به د خپلو سرتیرو دفاع کولو کې زړه نا زړه توب ونکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG