د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندز کې د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژلي


د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته باندې برید کړی چې ۱۴ افغان سرتیري په کې وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی صفي الله امیري وايي چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او ۱۴ تنه افغان سرتیري یې وژلي دي.هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې پنځه نور سرتیري ټپیان شوي دي.

صفي الله امیري وویل چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې وسله والو په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې برید کړی، او تیره ورځ یې د بغلان او کندز تر منځ لویه لار هم تر یوه وخته پورې تړلې وه.

طالبانو څو ورځې وړاندې د خندق په نامه د نظامي عملیاتو د پیل خبر ورکړی و، چې په ترڅ کې یې په کندز کې ددغو عملیاتو لومړی برید ترسره شو.

د کندز د دشت ارچی ولسوالۍ اجرایه مدیر اسلام الدین وايي چې وسله والو طالبانو د کلتراش په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته په برید کې ۱۲ تنه افغان سرتیري وژلي او ۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې د دشت ارچي په ټولو امنیتي پوستو نن شپه بریدونه شوي، هغه زیاتوي چې د وسله والو طالبانو ۶ تنه هم وژل شوي او کیدای شي ۱۰ یا ۱۲ تنه یې ټپیان شوي وي.

اسلام الدین وايي چې طالبانو له پرمختللیو وسلو سره په دغو پوستو بریدونه کړي.

د کندز د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي او د ۲۰ فرقي قوماندان ویل چې دوي په سیمه کې نشته او د پيښې په اړه معلومات نه لري.

د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي د دشت ارچي په برید کې د ۱۹ افغان سرتیرو د وژلو او ۶ نورو د ټپي کیدو ادعا کړی.

مجاهد په دغه برید کې د یو هاموي ټانک او ۲ رینجرو د نیولو ادعا هم کوي

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG