د لاس رسي وړ اتصالات

نی: ۲۰۱۷ کې ۱۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي


له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی په یو تازه رپوټ کې ۲۰۱۷ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی بللی او و یلي یې دي، چې په دغه کال کې ۱۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ د خبریالانو او رسنیو د کارکونکو په کلني ریپوټ کې وویل چې سږ میلادی کال د خبریالانو لپاره دویم خونړی کال وو او په دغه کال کې ۱۴ خبریالان او رسنیز کارکونکي وژل شوي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه، چې په دې موده کې د ۲۳ خبریالانو د ټپي کیدو ،۲۱ د وهلو ډبولو ،۶۹ د ګواښ او سپکاوي او ۱۴ د بندي کولو او د ازادې د سلبولو قضییې هم ثبت شوي دي.

ښاغلي خلوتګر وویل ۶۲ د تاوتریخوالي دغه پیښې حکومتي چارواکو پورې اړه لري.

هغه وویل "د نی د شمیر له مخې ۶۲ پیښې د ملي وحدت حکومت او په داخل د حکومت کې د ښکیلو کسانو پورې اړه لري ،۴۲ نور یې د ترهګرو لخوا لکه طالبان او داعش ،۲۶ نورې یی د ناپیژندل شووو کسانو لخوا او ۱۱ د تاوتریخوالي نورې پیښې د رسنیو د مشرانو لخوا ترسره شوي دي".

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه په دوه ۲۰۱۷ کال کې له یاد شمیر پیښو څخه یوازې ۴۳ پیښې د حکومت لخوا څیړل شوي دي.

ښاغلي خلوتګر وویل ۲۰۱۶ کال د خبریالانو لپاره لومړی خونړی کال وه چې هغه مهال هم ۱۴ خبریالان او رسنیز کارکونکي وژل شوي وه.

د خلوتګر پر وینا په وسلوالو مخالفینو کې د طالبانو ډله تر ډیره د خبریالانو د وژلو په پیښو کې لاس لري.

د بې پولې راپور ورکونکو ټولنې (ار ایس ایف) هم په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه په خپل کلني رپوټ کې افغانستان د خبریالانو لپاره درییم ستر ګواښوونکی هیواد بللی وو.

XS
SM
MD
LG