د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې طالبانو ۱۴ ولسی پاڅون کوونکي وژلي


چارواکي وايي، جګړه د شپې په دولس بجو پیل شوه او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.
چارواکي وايي، جګړه د شپې په دولس بجو پیل شوه او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.

هرات کې ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه ( سنبلې ۵ مه) د دغه ولایت د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې ډلې برید کړی، چې له امله یې ۱۴ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د هرات ولایت د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د " چهار دره" په سیمه کې د طالبانو په برید کې یو شمیر ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

ښاغلي ولي زاده وویل، تیره شپه د " چهار دره" په سیمه کې جګړه د شپې په دولس بجو پیل شوه او د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.

د پولیسو د امنیه قومندانۍ د ویاند د ادعا له مخې، کله، چې سیمې ته نور سرتیري ورسیدل طالبان په شا تګ ته اړ شو او د افغان ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله واوړیدله.

عبدالاحد ولي زاده وویل، چې په دې جګړه کې اوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

خو د هرات په ولایت کې د هرات امبولانس مشر ډاکټر ابراهیم محمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کشک رباط سنګي د ولسوالۍ د جګړې له ځایه ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکو مړي د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

ډاکټر محمدي وویل، چې د نهو ټپیانو له ډلې یې ۸ تنه روغتون ته لیږدولي دي.

هغه وویل په ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دغې جګړې په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې تیره شپهطالب وسله والو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د وکیل احمد په کلې کې دافغان حکومت پر پلوي ځواکون بریدونه کړي، چې په کې ۱۱تنهوژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې ولسي پاڅون کوونکي د افغان حکومت په ملاتړ د وسله والو طالبانو پر وړاندې په خپلو سیمو کې افغان ځواکونو سره د امنیت په ټینګیدو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG