د لاس رسي وړ اتصالات

د غور په جګړو کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي


د تیرې یوې اونۍ راهیسې وسله والو طالبانو د غور د دولتیار په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

د غور ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ( غبرګولي ۱۷ مه) د دغه ولایت د دولتیار په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې د افغان حکومت پلوي څوارلس ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې برید په اړه وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دولتیار ولسوالۍ د " پشته نور " په کلي کې د ولسی پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې څوارلس پاڅون کوونکي ووژل شو او اوه نور ټپیان شو.

هغه وویل، په دغو نښتو کې یو شمیر ملکیان هم ژوبل شوي دي.

ښاغلي خطیبي د ځینو ژوبل شوو ملکیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

خو د غور د ولایتي شورا یو غړی عبدالحمید ناطقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د دولتیار ولسوالۍ د " پشته نور" په کلی کې د طالبانو په برید کې ۱۵ وژل شوي، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده.

افغان حکومت په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې جګړه کې ولسي پاڅون کوونکو ملاټړ کوي او ورته وسلې برابروي.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تیرې شپې په جګړه کې یې ۱۴ افغان حکومت سرتیري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې جګړې دوه ورخې وړاندې د غور ولایت د دولتیار په ولسوالۍ کې د طالبانو سره په جګړه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درییم کنډک قومندان فواد اندرابي هم وژل شوی وو.

افغان پوځ لوړ پوړو چارواکو د فواد اندرابي وژل کیدل د افغان پوځ لپاره یوه لویه ضایعه ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG