د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان صرافانو اعتصاب میلیونونه ډالر زیان اړولی


افغان صرافانو د تیرې چهارشنبې په ورځ په کاري اعتصاب لاس پورې کړ، چې لا هم دوام لري.
افغان صرافانو د تیرې چهارشنبې په ورځ په کاري اعتصاب لاس پورې کړ، چې لا هم دوام لري.

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، په کابل او ولایتونو کې د دوی کاري اعتصاب د څلورمې ورځې لپاره دوام لري، چې له امله یې صرافانو او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسیدلی دی.

افغان صرافانو تیره اونۍ، د افغانستان مرکزي بانک د پولي خدمتونو په مقررې کې د یو لړ تعدیلاتو د راوستلو په غبرګون، کاري اعتصاب وکړ او د اعتراض په توګه یې په کابل کې د شهزاده سرای دروازه وتړله.

په لویو ښارونو کې نویو صرافانو ته د جواز نه ورکول، له ۵۰۰زرو څخه پورته د پیسو د راکړې ورکړې په اړه مرکزي بانک ته رپوټ ورکول او هغه کس ته د صرافانو د ټولنې ریاست سپارل چې د صرافۍ قانوني جواز ولري، د دغې مقررې عمده ټکي دي، چې له ځینو سره یې د صرافانو ټولنې مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، دا مقرره به له افغانستان څخه د پانګې د وتلو لامل شي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې رئیس میرافغان ساپي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د یادې مقررې د بیا تعدیل په تړاو یې د افغانستان له اجرائیه رئیس او د ولسمشر له دویم مرستیال سره غونډې کړي، خو تر اوسه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

هغه زیاته کړه، چې د صرافانو اعتصاب د افغانستان په کچه لا هم دوام لري او له امله یې سوداګرو او صرافانو ته زیات زیان رسیدلی "په میلیونو ډالر هره ورځ صرافانو ته زیان رسیږي او سوداګرو ته هم بې‌حده زیان رسیږي، همدا اوس وړه نه راځي، ترکاري په بازار کې خرابه شوه، موږ په دې ټولو ستونزو پوهیږو، خو مسولیت د افغانستان په بانک دی".

د ښاغلي صافي پر وینا، حکومت ژمنه کړې، چې د یادې ستونزې د لرې کولو لپاره به د اجرائیه ریاست، د جمهوري ریاست دویمې مرستیالۍ، د افغانستان بانک، صرافانو او د سوداګرۍ د خونو په ګډون یوه ګډه کمیټه په دنده وګوماري.

خو د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، چې د وخت له اړتیاو سره سم یې د پولي خدمتونو په مقررې کې تعدیل راوستی، ترڅو پر بنسټ یې د تورو پیسو د سپینولو او د تروریزم د تمویل مخنیوی وشي.

د دغه بانک ویاند ایمل هاشور امریکا غږ آشنا ته وویل، د افغانستان بانک د صرافانو هغه غوښتنې چې د قانون خلاف نه وې منلي دي او هغه ټکي چې له وړاندې په قانون کې راغلي، په اړه یې مرکزي بانک قانوني چلند کوي.

هغه وویل "موږ غواړو چې پر دوی (صرافانو) باندې قانون تطبیق کړو، خو دوی له موږ تمه لري چې قانون رخصت کړو، قانون‌ مات کړو او قانون ته ارزښت ورنکړو، د دوی شخصي غوښتنو ته درناوی وکړو. موږ د مرکزي بانک د اساسي ارزښتونو له مخې، د مرکزي بانک د دندې پر بنسټ د قانون پر تطبیقولو مکلف یو".

ښاغلي هاشور دغه راز وویل، چې د صرافانو د ټولنې اوسنی رئیس د پولي خدمتونو او صرافۍ جواز نه لري او د افغانستان مرکزي بانک له صرافانو څخه د یو مکتوب له لارې غوښتي، چې د ازادو ټاکنو له لارې ځان ته بل رئیس وټاکي، چې له همدې امله صرافانو کاري اعتصاب کړی.

د افغانستان د مرکزي بانک د شمیرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو ۳۲۰۰ جوازونه صادر شوي.

XS
SM
MD
LG