د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د طالبانو، داعش او القاعدې ترمنځ هیڅ توپیر نشته


د بامیان په دوه ورځني کنفرانس کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو سربیره د ۲۰ هیوادونو کارپوهانو ګډون کړی
د بامیان په دوه ورځني کنفرانس کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو سربیره د ۲۰ هیوادونو کارپوهانو ګډون کړی

د "افغانستان او د منځنۍ اسیا د خبرواترو" څلورم نړیوال کنفرانس، چې د جمعې په ورځ د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وینا د بامیانو په مرکز کې پرانیستل شو د شلو هیوادونو کارپوهانو په کې ګډون کړی دی.

د کنفرانس ګډون کوونکي د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د ګډو مسایلو ترڅنګ دغو هیوادونو ته د تروریزم څخه د ورپیښو ګواښونو په هکله هم سره خبرې کوي.

په بامیانو کې په دغه جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو د ګډون سربیره د امریکا، ایران، پاکستان، روسیه، چین، د منځنۍ اسیا او یو شمیر نورو هیوادو کارپوهانو ګډون کړی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نن له کابل څخه بامیانو ته تللی د کنفرانس د پیل غونډې ته په وینا کې تروریزم نړۍ ته د یو ستر ګواښ په توګه یاد کړ او ویې ویل چې افغانان د دې پدیدې اصلي قربانیان دي.

ښاغلي عبدالله وویل چې په سیمه کې هغه هیوادونه چې د "ښه او بد" تروریزم ترمنځ توپیر کوي، ډیره سخته تیروتنه کوي.

ښاغلي عبدالله وویل " لکه څنګه چې په تیر کې هیوادونو د خپلو تیروتنو بیعه پرې کړې اود افغانستان خلکو دا بیعه ورکړې ده، اوسنۍ تیروتنې هم ډیره زیاته بعیه لري".

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې د دې په باور د طالبانو، داعش او القاعدې د ډلو ترمنځ هیڅ توپیر نشته دی.

اجرائیه رئیس په تیرو ۱۶ کالو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې تر ډیره اقتصادي وګڼلې او ویې ویل چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري کمه ده او تروریزم سره د مبارزې پیټی ترډیره د افغانانو په اوږو دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د انستیتوت رئیس داود مرادیان، چې د دغه کنفرانس بندوبست یې کړی، غونډې ته په خپله وینا کې د دغسې کنفرانسونو د جوړولو هدف د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پراخیدل وښودل.

ښاغلي مرادیان وویل " زمونږ هدف یوسیمه ایز تفاهم ته رسیدل دي، ترڅو د سیمې هیوادونه د خبرو له لارې یو تفاهم ته ورسیږي ".

دې کنفرانس ته د بامیانو والي محمد ظاهر زهیر په وینا کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړتیا خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د "افغانستان او د منځنۍ اسیا د خبرواترو" څلورم نړیوال کنفرانس، سبا د شنبې په ورځ پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG