د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کمانډو ځواګونو عملیاتو کې ۴۹ داعشیان وژل شوي


ختیځ زون کې د سیلاب قول اردو ویاند وايي په دغو عملیاتو کې د داعش یو قومندان لعل محمد مشهور په اسامه هم وژل شوی دی.
ختیځ زون کې د سیلاب قول اردو ویاند وايي په دغو عملیاتو کې د داعش یو قومندان لعل محمد مشهور په اسامه هم وژل شوی دی.

د افغانستان امنیتي ادارې وايي، چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین لسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۹ داعش وسله‌وال وژل شوي او دغه راز، پولیسو د دغه ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې د هیروئیونو څلور لویې فابریکې له منځه وړې دي.

په ختیځ زون کې د افغانستان د پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین آقا امریکا غږ ته وویل، اچین ولسوالۍ کې د "حمزه" په نوم د کمانډو او قاطع ملاتړ ځواکونو د عملیاتو پر مهال د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي، چې دولس یې بهرنیان دي.

د ډګرمن شیرین آقا پر وینا، په دغو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د لعل محمد په نوم د داعش ډلې یو مهم قوماندان چې په اسامه مشهور وو هم وژل شوی دی.

د سېلاب قول اردو ویاند زیاته کړه چې عملیات اوس په مامند دره، پېخه او خروه سیمه کې دوام لري او ځواکونو یې د شډل بازار سره د هاشم خېلو سیمې نیولي او د مامند خوړ په تنګي کې له داعش جنګیالیو سره جګړه کوي.

په ختیځ زون کې د پوځ قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د اچین په عملیاتو کې یې د اسلامي دولت د ډلې یو هاوان، یوه دهشکه او یو ۸۲ میلي متري توپ هم ویجاړ کړي دي.

تر اوسه د اسلامي دولت ډلې د اچین د عملیاتو او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې خلک وايي چې دا وار عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو غواړي چې دغو سیمو کې دایمي پوستې جوړ شي تر څو راتلونکې کې له خطراتو بچ وي.

که څه هم څو ځل وړاندې هم د ننګرهار په شینوارو کې د داعش پر ضد عملیات شوي، خو یا هم په نیمه کې پاتې شوي او یا حکومت ګټلو سیمو کې امنیتي ځواکونه نه دي ځای پر ځای کړي، ځکه خو داعش ډلې په همغو سیمو بېرته ولکه ټینګه کړې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، ننګرهار کې د هیروئینو د تولید او پروسس د څلورو لویو فابریکو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د خاصې قطعې پولیسو، تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ په نکورخیل او کچر کلیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي او د هیروئينو د تولید او پروسس څلور لویې فابریکې یې له منځه وړې دي.

د بیان له مخې په دغو فابریکو کې ۷۵۰۰ کیلوګرامه مورفین، ۸۱۰ کیلوګرامه امونیم کلوراید، ۵۰۰ لیتر اوبلن اپین او یوه اندازه کیمیاوي مواد او هغه وسایل چې د هیروئین په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي، د پولیس له خوا کشف او ځای پر ځای سوزول شوي دي.

XS
SM
MD
LG