د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د کروناویروس د درملنې لپاره د کلوروکین استعمال بند کړ


د فرانسې حکومت هغه فرمان لغو کړ چې ډاکترانو ته یې د کووید۱۹ په ناروغۍ اخته بیمارانو ته د هایدروکسی کلوروکین درملو د ورکولو اجازه ورکوله.

هایدروکسی کلوروکین د ملاریا د درملنۍ لپاره یو ډول درمل دي چې ګمان کیږي د کروناویروس د اعراضو د کمیدو سبب کیږي، خو تر اوسه پدې هکله هیڅ ډول علمي څیړنې د کووید۱۹ ناروغي بیمارانو ته ددې درملو ګټورتیا نده ثابته کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۵ اعلان وکړ چې د روغتیایي اندیښنو په وجه د کروناویروس ناروغانو ته د ملاریا درملو پراخه ازمایشي ورکړه بندوي.

فرانسه لومړنی هیواد دی چې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۷) یې د هیواد د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د کلوروکین استعمال بند کړی دی.

فرانسې د مارچ د میاشتې په پای کې ډاکترانو ته اجاره ورکړه چې په ځانګړو شرایطو او یواځې په روغتون کې د کروناویروس ناروغانو ته د نورو درملو تر څنګ هایدروکسی کلوروکین هم ورکړي.

د بریتانیا طبي ژورنال لنست، رپوټ ورکړی چې د کروناویروس مړینې د هغو کسانو ترمنځ زیاتې دي چې د کلوروکین نه یې استفاده کړې ده. له دې سربیره لنست د کلوروکین څو نور جانبي عوارض د کووید۱۹ ناروغانو کې په ګوته کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کلوروکین د سختو ملاتړو څخه دی او په تیرو څو میاشتو کې یې ددې درملو په ګټورتیا ټینګار کړی دی.

تر اوسه د کروناویروس لپاره هیڅ درمل او واکسین ندي ترلاسه شوي او همدا اوس د کروناویروس شاوخوا ۱۱۰ واکسینونه د مختلفو ازمایشي مرحلو نه د تیریدو په حال کې دي.

د کروناویروس وبا لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه. د چهارشنبې د ورځې مۍ ۲۷ تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه پنځه میلیونه او ۶۱۴ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي او څه دپاسه ۳۵۱ زره تنه ددغې بیمارۍ له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG