د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پارلمان پر حجاب د بندیز په اړه غږیږي


د فرانسې پارلمان پر حجاب د بندیز په اړه غږیږي
د فرانسې پارلمان پر حجاب د بندیز په اړه غږیږي

د فرانسې پارلمان د سه شنبې په ورځ په عمومي ځایونو کې د اسلامي حجاب یا برقې د اغوستلو د بندیز د قانوني لایحې په اړه بحث پیل کړ.

دوی به په راتلونکو دوو درې ورځو کې په دې موضوع بحثونه کوي او کیدای شي په عمومي ځایونو کې د برقې په اغوستلو بندیز تصویب کړي.

داسې اټکل کیږي چې په فرانسه کې د ۴٠٠ نه تر زرو پورې داسې ښځې وي چې نقاب یا برقه اغوندي یعنې ټول بدن اومخ پټوي او یواځې سترگې یې ښکاري. په دې برخه کې په ټوله فرانسه کې بحثونه روان دي.

هغه کسان چې ددغې مصوبې ملاتړ کوي وايي د برقې اغوستل د فرانسې غیر مذهبي سبک او د ښځو لپاره د مساوي حقوقو تعهد ته خطر پیښوي.

د خلکو د غورځنگ اتحاد یا یو ام پي، د ښځو د حقوقو څو ډلې او ځنې مسلمان دیني علما چې د بنسټپالۍ د پیاوړتیا نه په ویره کې دي، ددغې مصوبې تر شا ولاړ دي.

د یو ام پي د پارلماني ډلې رئیس جین فرانسیوس کوپ چې ددې مصوبې تر شاولاړ دی وايي چې په چادرۍ د ټول بدن پوښل د فرانسې د ارزښتونو په خلاف یو کار دی.

کوپ وايي:

زه په دې خبره ټینگار کوم چې مقصد دا نه دی چې اسلامي ټولنې ته د شرم خبره وي. لکه چې تاسې پوهیږئ، برقه یو دیني اصل نه دی. زه باید ووایم چې دا بنسټپال دي چې د جمهوریت د ارزښتونو پر ضد دي. ځمونږ تر ټولو ښه ځواب دادی چې په فرانسه کې په عمومي ځایونو کې خپل مخ ښکاره کړئ. دا هغه لاره ده چې یو بل ته درناوی کیږي او هم په دې ترتیب امنیت خوندي کیږي.

په فرانسه کې لږ تر لږه پنځه ملیونه مسلمانان اوسیږي چې په اروپا کې د مسلمانانو ستره ټولنه ده. شپږ کاله مخکې دغه هیواد په ښونځیو او حکومتي ځایونو کې د پوړنې په سرکول او د نورو مذهبي نښو په استعمال بندیز ولگاؤ.

د مجوزه بندیز سرغړونکو ته د ١٩٠ ډالرو جریمه په نظر کې نیول شوې ده. هغه ښځې چې ددغه بندیز نه سرغړونه وکړی نو مجبورې دي چې د فرانسې د تابعیت کورس واخلي.

داجریمه په هغو کسانو باندې ډیره سخته ده چې ښځې د نقاب یا برقې په اغوستلو مجبورې کړي. ددوی جزا به یو کال حبس او تر ٣٨ زروډالرو پورې جریمه وي.

ځنې کسان چې د مصوبې د تصویب پلویان دي وايي چې ښځې د برقې په اغوستلو مجبورېږي، نه دا چې دوی یې غواړي.

سیهم هبچي چې د ښځو د پلوي سازمان، نه فحشا او نه هم مجبوریت، رئیسه او ددې لایحې پلوۍ ده، وايي:

دا د اسلام پورې اړه نه لري. دا د ښځو ډیره زړه عنعنه ده . دا داسې یوه مسئله ده چې د سخت دریځو ښې لاسو له خوا چې غواړي گډوډي جوړه کړي، رامنځ ته شوېده.

خو ټول په دې فکر نه دي چې فرانسه یا ښځو ته کوم خطر پېښ وي. د بشري حقوقو څو ډلې اندیښنه لري چې دغه لایحه به د مسلمانو ښځو دا حق تر پښو لاندې کړي چې په خپله خوښه جامې واغوندي.

یوه هفته مخکې اروپايي پارلمان وویل چې د هغو قوانین په ضد دی چې د ځنو جامو د اغوستلو پرضد وي. بلژیک هم دا اراده لري چې په عامه ځایونو کې د برقې د بندیدلو لایحه په تصویب ورسوي.

څیړونکي نظر لري چې کیدای شي په فرانسه کې دغه لایحه په تصویب ورسیږي. مگر سوسیالست گوند دا خبره څرگنده کړېده چې په ملي اسامبله کې د رای گیری په وخت کې مستنکفه رایه ورکړي. په دې لایحه باندې د د جولای په دیارلسمه رای گیری کیږي.

XS
SM
MD
LG