د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پولیسو په اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی گاز وشینده


په فرانسه کې د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو څلور اوونۍ پوره شوې او لا هم روانې دي.

د فرانسې پولیسو نن د پاریس په ښار کې د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره د اوښکې بهونکي گاز نه کار واخیست.

دغه اعتراض کوونکي چې د ژیړو واسکټونو د اغوستلو په دلیل په "ژیړ واسکټو" مشهور شوي د څلور اونیو راهیسې د تیلو د بیو د لوړوالي او د ژوندانه د دروندو لگښتونو په غبرگون کې یې اعتراضونه پیل کړي دي.

د فرانسې پولیسو ویلي چې تر اوسه یې لږ تر لږه ١٢٧ مظاهره کوونکي نیولي دي.

د فرانسې اعتراضونه
د فرانسې اعتراضونه

د فرانسې امنیتي مسؤلینو په پاریس کې د ایفل څلی او نور توریستي مرکزونه د نندارچیانو لپاره تړلي دي.

همداشان په زرگونو امنیتي ځواکونه د فرانسې په گوټ گوټ کې د اعتراضونو د کنترولولو په مقصد گمارل شوي دي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون، د جمعې په ورځ ناڅاپه د هیواد د شورش ضد قواو لیدنه وکړه او د هغوی د خدمتونو نه یې مننه وکړه.

د اعتراضونو د پیل د نومبر د میاشتې نه تر اوسه ددغو اعتراضونو اړوند پیښو په وجې څلور تنه وژل شوي دي.

له بلې خوا نن د فرانسې په گاونډي هیواد بلجیم کې همپه سلگونو "ژیړ واسکټو" اعتراض کوونکو د حکومت ضد مظاهرې وکړې او د هغه هیواد د صدراعظم د استعفی غوښتنه یې کوله.

د فرانسې او بلجیم په بل گاونډي هیواد هالنډ کې هم سوله ییزې مظاهرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG