د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د وژونکې پیښې د عاملینو لټونه روانه ده


فرانسویان د پاریس د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي کوي
فرانسویان د پاریس د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي کوي

فرانسوي مقامات وایي چې د شارلي ایبدو د طنزي مجلې پر دفتر باندې د چارشنبې د ورځې د برید د دوو تورونو کسانو د لټونې د عملیاتو په ترڅ کې یې اوه کسان نیولي دي. د پاریس په پروني وسلهوال برید کې ١٢ تنه وژل شوي دي.

د امنیتي مقاماتو په وینا، د پروني برید وروسته یو ١٨ کلن ځوان چېحمید مراد نومیږي، خپل ځان پولیسو ته سپارلی دی. خو د فرانسې پولیس تر اوسه د سید کواچي او شریف کواچي په نیونه نه دي بریالي شوي، هغه دوه وروڼه چې دپاریس د وژونکي برید د کولو گمان پرې کیږي.

د فرانسې پولیسو ویلي دي چې شریف کواچي دمخه هم د ترهگرۍ په تور څه موده په زندان کې تیره کړې ده.

د فرانسې پولیسو همدا شان د یوې ښځینه پولیسې د وژلو خبر ورکړی چې د یو ناپیژندل شوي شخص له لورې د پنجشنبې په سهار د پاریس په جنوب کې ویشتل شوی وه. خو تر اوسه څرگنده نه ده چې دا پیښه د پرونۍ وژونکې پیښې سره تړاو لري که نه؟

د فرانسې حکومت د چارلي ایبدو د طنزي مجلې دوژل شویو کارکوونکو په درناوي نن ورځ ملي ماتم اعلان کړ. ددې هیواد په زرگونواوسیدونکي تیر ماښام د قربانیانو د یادښت او د مطبوعاتو د آزادۍ څخه د پلوۍ په خاطر راټول شوي وو.

د پاریس د پروني برید په اړه په نړیواله کچه غبرگونه شوي دي چې د یو شمیر اسلامي علماو هم دغه پیښه غندلې ده او هغه یې د اسلامي ارشاداتو خلاف گڼلې ده.

د ترکیې د مذهبي چارو او اوقافو رئیس او د هغه هیواد یو وتلی اسلامي عالم محمد گورمز ددې پیښې د غندلو په ترڅ کې وویل چې دا عمل په حقیقت کې پر اسلام او مسلمانانو باندې مستقیم برید دی.

ښاغلي گورمز همداشان زیاته کړه چې د اسلام سره ددې برید تړل، د هماغې برید په اندازه زیان رسونکې دي او مسلمانان متأثر کوي.

له بلې خوا د هند اسلامي مشرانو هم د پاریس د چارشنبې د ورځې برید غندلی دی.

د هند پیاوړی مسلمان روحاني مولانا خالد عبدالرشید د پاریس د برید د سختې غندنې په ترڅ کې ویلي دي چې دا عمل په حقیقت کې د مطبوعانو پر آزادۍ باندې برید و، خو په عین وخت کې هغه دا هم ویلي دي چې په دې برید سره دا بحث رامنځ ته کیږي چې د بیان د آزادۍ حد او سرحد باید څومره وي.

د پاریس د پیښې څخه لږ وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا برید وحشتناک وباله او هغه یې سخت وغانده. له هغه څخه دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ترهگرو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا متحده ایالات او فراسنه به "هیڅکله د هغوی په وړاندې تسلیم نه شي."

د پاریس د بریدونو وروسته د افغانستان د حکومت ویاند د فرانسې د ولس سره د جمهور رئیس اشرف غني غمشریکي داسې شریکه کړه " د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د فرانسې ولسمشر، د قربانیانو کورنیو او د فرانسې اولس ته خپله همدردي وړاندې کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د فرانسې په طنزي اونیزې برید غندلې خو تاکید یې کړې چې د دا ډول پیښو د بیا ځلي مخنوي دپاره دی د اسلام ضد افکارو د کمولو هڅه وشي.

د پاریس د پروني برید انگیزه څرگنده نه ده، خو دا لومړی ځل نه دی چې د شارلي ایبدو اونیزه د قهرجن برید ښکار کیږي. ددې اونیزې په دفتر په ٢٠١١ کال کې وروسته له هغې برید وشو چې د اسلام پیغمبر ته منسوب یو کاریکاتور یې خپور کړی و.

XS
SM
MD
LG