د لاس رسي وړ اتصالات

سیلانیان له پاریس سره پیوستون څرګندوي


د پاریس په پیښه کې یو سل او دیرش کسان ووژل شول
د پاریس په پیښه کې یو سل او دیرش کسان ووژل شول

په داسې حال کې چې د پاریس ښار له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د تر ټولو سخت برید ویرجن کړی دی، اوس د رغیدو په حال کې دي.

له فرانسې سره د نړیوال پیوستون زیاتوالی د دې هیواد د پلازمینې په لارو او کوڅو کې ښه په سترګو کیږي. پاریس ته هر کال له دیرشو میلیونو نه زیات سیلانیان ورځي.

هغه کسان چې کاروبار يې په سیاحت ولاړ دی ویره لري چې دغه ترهګریز بریدونه ښايي د مشتریانو د لیرې کیدلو سبب شي.

د درېو ارابو سایکل چلوونکی محمد نشیت وايي "که دا بریدونه په دې ډول دوام ولري، نو تاسو پوهیږئ چې دا زیان لري. مونږ په دې ښار کې د سیاحت په کاروبار ژوند کوو. سیاحت ددې ښار د اقتصاد یوه ستره برخه ده."

خو په داسې حال کې چي د امنیتي تدابیرو له امله د سیلانیانو شمیر راټیټ شوی دی، هغوی اوس هم د نوتر دیم کلیسا په شان لرغونو ځایونو نندارې ته راځي.

ځنې کسان هغه ویره را په یادوي چې په متحده ایالاتو کې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو نه وروسته رامنځته شوه.

د سان فرانسسکو د پوهنتون د تاریخ استاده ډان مبالان وایي نه پوهیږي چې د داسې یوې پیښې په نتیجه کې به د هغې د ښار اوسیدونکو څه ډول احساس درلود، خو زیاتوي چې " زه یقین لرم چې هغوي به ډار شوي وای."

خو هغې وویل چي د پاریس د بریدونو په دوهمه ورځ یې خپلې ورځنۍ چارې یې نورماله توگه پرمخ ترسره کولې.

یو شمیر سیلانیانو د باتاکلان له تیاتر نه بهر د قرباینانو درناوی وکړ. په دغه تیاتر کې ځان مرګیو له اتیاو نه زیات کسان چې په یو کنسرت راغونډ شوي وو، ووژل.

ترکي سیلانی مصطفی اتاترک وویل، هغه د پاریس د خلکو په احساس پوهیږي. هغه زیاته کړه "دا ځکه چې مونږ په انقره کې هم بمي چاودنې درلودلې دي او زمونږ خپل دوستان هم پکې مړه شوي دي."

نړیوال له هغو پاریسیانو سره پیوستون څرګندوي چې تاوتریخوالي ځپلي دي. یو هالنډی سوداګر منګ لام وايي "ددې خلکو ملاتړ وکړئ، ددې اقتصاد ملاتړ وکړئ، ددوی د ژوند ملاتړ وکړئ. په هیڅ شي کې بدلون مه راولئ. یوازې دوام ورکړئ."

فرانسه د نړۍ یو د هغو هیوادونو څخه دی چې زیات کلتوري او فرهنگي اثار لري او خورا زیات سیلانیان یې لیدلو ته ورځي. خو د وروستیو ترهگریزو بریدونو په نتیجه کې د رامنځ ته شوي ذهني پرهار سره سره، پاریس ورو ورو د رغیدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG