د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس د برید په تړاو ٢٣ مشکوک کسان نیول شوي


د فرانسی جمهور رئیس فرانسوا اولاند د لس گونو نورو کسانو سره په گډه په پاریس کی د سربن په پوهنتون کې په محلی وخت غرمه د پاریس په بریدونو کې وژل شویو کسانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

په فرانسه کې د ملي ماتم په دریمه او وروستی ورځ د هغو کسانو په یاد سکوت وشو چې په پاریس کې په حملو کی و وژل شول. اروپایی ټولنې د خپلو ټولو غړی هیوادونو نه غوښتی دی چی د خاموشۍ په دی مراسمو کې گډون وکړی.

د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسی رئیسې فیدریکا مغایرني وویل په گډه دې د هغو افراطیانو په مقابل کی اقدام وشی، چې دغه حملې یې کړیدي.

هغې وویل "داعش ټولو ته خطر دی، نن زمونږه دغه راغونډیدل، لکه د جمعې د ورځی په شان چې راغونډ شوی وو، خپل قوتونه سره یو ځای کوو او دا منو چې دا حمله یواځی په یوه ملک نه ده شوې، په اروپا نه ده شوې، بلکې زه به ووایم چې په تمدن شویده. نو لازمه ده چې، مونږه خپل قوتونه یو ځای کړو یو بل ته معلومات ورکړو، گډې هڅې وکړو چې ددغه خطر په وړاندې ودریږو."

په همدې حال کې د فرانسې جټ الوتکو د یکشنبې په ماښام د سوریې په درقا ښار کې د اسلامی دولت په ډلې هوایي بریدونه وکړل، د قوماندی مرکز او تعلیمی کمپ یې ویجاړ کړ. دغه الوتکو د اردن او متحده عربي اماراتو نه پرواز وکړ او د امریکایي قواوو سره یی په گډه عملیات وکړل.

د فرانسی صدراعظم منول والس وایي د هڅو با وجود احتمال شته چې نوری حملې وشي " په فرانسی دا حملی پدې خاطر شوي ځکه چې فرانسویان ازادی لری، ویاړی او د خپلو نړیوالو ارزښتونو په اساس دنیا ته غږیږی. خو حقیقت دا دی چې زمونږه خپل صداقت مونږه مجبوروی چې هغه رښتیا خبره وکړو. د څو میاشتو راهیسې، زه تل دا خبره کوم چې مونږه د تروریزم سره په جنگ کې یو، ترورستان حملې کولی شي، او کړې یې دي. "

ښاغلی مولیس زیاتوي "سره ددی چې مونږ څو ترورستي بریدونه شنډ کړي دي، خو هغوی په دی راتلونکو هفتو کې کیدای شي بیا نور بریدونه هم وکړي."

د اسلامي دولت ډلې د پاریس د څو پرله پسې حملو مسولیت په غاړه اخستی دی چې د یو سلو دیرشو نه زیات کسان په کی و وژل شول.

XS
SM
MD
LG