د لاس رسي وړ اتصالات

په عربستان کې چاودنه؛ ګڼ کسان ټپیان شوي 


د سعودي عربستان په جده ښار کې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) د غیر مسلمانو په یوې هدیرې کې پداسې حال کې چاودنه وشوه چې په کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د قربانیانو د درناوي کلني مراسم روان وو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: «په جده کې د غیر مسلمانو په یوه هدیره کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د درناوي مراسمو کې چې د فرانسې په ګډون څو قونسلرانو په کې برخه درلوده، د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکيو د چاودنې په نتیجه کې څو تنه ټپیان شول.»

دغه وزارت دا پیښه «بمي برید» ګڼلی او ویلي یې دي چې «فرانسه دغه ناحقه او ډارن برید د توجیه وړ نه بولي او هغه سخت غندي.»

د یونان یو چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط دغه چاودنه تائید کړې او ویلي یې دي چې: «د جدې د غیر مسلمانو په هدیره کې یو ډول چادونه شوې، څلور کسان سطحي ټپیان شوي چې یو یې د یونان دی.» دغه چارواکي پدې هکله نور جزییات ندي ورکړي.

د چهارشنبې د ورځې دغه برید پداسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونه هغه وخت جنجالي شول چې یو فرانسوي ښوونکي د بیان د ازادۍ د تدریس په ترڅ کې دغه ډول یو کارتون زده کوونکو ته وښود.

بیا دغه ښوونکی د یو اسلامپاله چیچنیایي زده کوونکي له لورې حلال کړای شو. دغه پیښه د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون وغندله او د بیان د ازادۍ په عنوان یې د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونو د خپرولو دفاع وکړه. د هغه دغه کار د یو شمیر مسلمانانو غوسه پارولې ده.

تیره میاشت هم د سعودي عربستان یو اوسیدونکي په جده کې د فرانسې د قونسلګرۍ یو ساتونکی په چاقو ټپي کړ او په عین ورځ یو بل بریدګر د فرانسې په نیس ښار کې په یو کلیسا کې درې تنه په چاړه ووژل.

نن ورځ‌ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو ۱۰۲ تلین نمانځل کیږي چې د جرمني او متحدو هیوادو ترمنځ په کې د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) د پای ته رسیدو متارکه لاس لیک شوه.

سعودي عربستان پداسې حال کې چې د کارتون په خپرولو یې انتقاد کړی د فرانسې د نیس ښار په کلیسا باندې برید یې هم «سخت» غندلی دی.

په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کارتون د ښودلو په نتیجه کې د مرګونې پیښې په پام کې نیولو سره فرانسې په سعودي عربستان کې د خپلو اوسیدونکو اتباعو څخه غوښتي چې «بیدار» اوسي.

XS
SM
MD
LG