د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۵) وویل چې هېواد به یې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د جرم ګڼلو او ورته د سزا ورکولو د هڅو ملاتړ وکړي.
بارو د فرانسې د «ټي ایف یو» تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: «ما اعلان وکړ چې فرانسه به د 'جنسیتي اپارتاید' د جرم د تعریف ملاتړ وکړي، څو هغه کسان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د دې سیستماتیک تفکیک مسؤل دي، او هغوی له کار، زده کړو او روغتیايي خدمتونو څخه محروموي، مجازات شي.»
بارو زیاته کړه چې د جنسیتي اپارتاید د جرم په رسمیت پېژندل به د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره یو حقوقي چوکاټ رامنځته کړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي او محدودوونکې تګلارې پلي کوي.
تر دې وړاندې هسپانوي مقاماتو هم په افغانستان او نورو هېوادونو کې د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.
که څه هم جنسیتي اپارتاید لا تر اوسه د نړیوالو قوانینو له مخې د یو رسمي جرم په توګه نه دی پېژندل شوی، خو ملاتړي یې وايي چې د حکومتونو مخ پر زیاتېدونکی ملاتړ کولای شي د داسې حقوقي چوکاټ د رامنځته کولو هڅې پیاوړې کړي چې د نژادي اپارتاید په څېر قضیو ته د رسېدنې لپاره کارول کېږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا په افغانستان کې واکمن شول او له هغه راهېسې یې تر شپږم ټولګیو ورپورته یې د نجونو او ښځو په زده کړو، کار او نور اجتماعي مشارکت باندې بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو ادارې او سازمانونه دا د جنسیت په اساس تبعیض (اپارتاید) بولي، خو طالبان وايي چې د شرعیت او افغان فرهنګ په اساس ښځو ته حقوق ورکوي او دا د افغانستان داخلي مسئله بولي.
فورم \ دبحث خونه