د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د افغان کډوالو ایستلو بهیر وځنډاوه


په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله فرانسې د هغو افغانانو ایستل ځنډولي چې پدې هیواد کې د پنا اخیستو غوښتنې یې رد شویدي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د فرانس پریس خبري اژانس ته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغان کډوالو په هکله دا پالیسي یې د همدې روان ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتې راپدیخوا غوره کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ د اروپایي ملګرو سره په ګډه حالات د نږدې نه څارو. "

د معلوماتو له مخې تیر کال شاوخوا ۸۸۸۶ افغانانو په فرانسې کې د پنا اخیستو غوښتنه کړې وه.

د فرانسې نه وړاندې جرمني او هالنډ هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی و.

د جرمني تر څنګ هالنډ، اتریش، بلجیم، ډنمارک او یونان د دې اقدام نه وړاندې د اروپایي اتحادیې د اجرائیوي څانګې نه په یو لیک کې غوښتي و چې د هغو افغان کډوالو د بیرته شړلو اجازه دې ورکړل شي چې د پنا اخیستو غوښتنې یې رد شوي.

جرمني او هالنډ خپل دریځ بدل کړی خو معلومه نده چې د اروپایې اتحادیې نور هیوادونه به هم خپلې پالیسۍ بدلې کاندې که نه.

افغانستان د جولای په میاشت کې چې په یو شمیر سیمو کې د طالبانو بریدونو زرو واخیست، د اروپایي اتحادیې نه وغوښتل چې په زور د افغان کډوالو ایستل دې تر دریو میاشتو وځنډوي.

په همدې حال کې ډنمارک ویلي هغو شاوخوا ۴۵ افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د دې هیواد د ځواکونو یا سفارت سره کار کړی، د ۲ کالونو لپاره پنا ورکوي.

د ډنمارک د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، "مونږ د دې افغانانو په برخې کې ګډ مسؤلیت لرو ځکه چې هغوي په افغانستان کې د ډنمارک حکومت سره د اړیکو درلودو په خاطر د ګواښ سره مخ دي. "

د ډنمارک تر څنګ سویډن او فنلنډ هم ویلي چې د هغو افغانانو د ایستلو لپاره لارې چارې لټوي چې ددې هیوادونو د ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی.

دا هیوادونه پداسې وخت کې د افغانستان نه د افغانانو د ایستلو خبرې کوي چې ټاکل شوې بله میاشت د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

سره لدې چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و هغو افغانو ته چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی څه نه وایي، خو ویل کیږي چې دې ډلې سلګونه کسان یا د هغوي د کورنۍ غړي وژلي چې د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی.

XS
SM
MD
LG