د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: امریکا باید له افغانستان څخه خپل سرتیري ونه باسي 


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان یف لودریان، وایي چې د فرانسې دولت به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو نه ایستلو په اړه وغږیږي.

ښاغلي لودریان نن جمعه ۱۳ نومبر (۲۳ لړم) د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په اړه په یوې ټلویزوني مرکې کې ویلي "مونږ فکر نه کوو چې داسې څه به وشي، همداراز وایو چې باید په عراق کې هم داسې څه ونه شي".

د ځینو سیاسي او دپلوماتیکو سرچینو له خولې، پمپیو د سپتمبر به میاشت کې وویل چې ټول امریکایي پوځیان به له عراق څخه واوځي مګر دا چې عراقي حکومت د هغوي په وړاندې د بریدونو مخه ونیسي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د عراق وضعیت لکه د ایران، تروریزم، منځني ختیځ او چین سره د اړیکو موضوع په څیر به د پمپیو د خبرو د اجنډا مهمه برخه وي.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر میاشت کې په یو ټویټ کې لیکلي‌و: "باید زمونږ هغه پاتې زړور سرتیري تر کرسمس پورې بیرته ستانه شي چې په افغانستان کې په دنده بوخت دي.“‌

د ټرمپ د دغو څرګندونو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ امنیتي مشاور رابرت اوبراین ویلي و چې دا یواځې یوه غوښتنه وه، کوم نظامي دستور نه و.

همداراز د ایمانول مکرون دفتر ویلي ‌چې مایک پمپیو به د دوشنبې په ورځ له امانیول مکرون سره وګوري.

فرانسې ته د ښاغلي پمپيو سفر د هغو سفرونو پيل دی چې په لړ کې به یې ترکیې، ګرجستان، اسراییل، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان څخه لیدنه وکړي.‌

مایک پمپیو په داسې حال کې اروپا و منځني ختیځ ته سفر کوي چې تر اوسه ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د ترلاسه شوي ټاکنو پایلې نه دي منلي خو د ځینو هیوادونو مشرانو جو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG