د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه په لیبیا کې د غلامانو د خرڅولو په ضد جدي اقدامات غواړي


په لیبیا کې هغه افریقایي مهاجر په یو بازار کې خرڅیږي، چې غواړي د لیبیا د لارې اروپایي هیوادونو ته واوړي
په لیبیا کې هغه افریقایي مهاجر په یو بازار کې خرڅیږي، چې غواړي د لیبیا د لارې اروپایي هیوادونو ته واوړي

د فرانسیې سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې ملگري ملتونه دې په لیبیا کې د انسانانو د غلامانو په توگه د خرڅولو په ضد جدي اقدامات وکړي. هغه وویل چې ملگري ملتونه دې په لیبیا حتی د بندیزونو په لگولو غور وکړي.

فرانسې د ملگروملتونو د شورا نه د سه شنبې په ورځ د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړیده. یوه اونۍ مخکې د ملگرو ملتونو لوړپوړي هیت په لیبیا کې د انساني قاچاق په هکله بحث وکړ.

د فرانسې سفیر فرانکوس ډلاټیر خبریالانو ته وویل "مونږ په دې هکله ډیر څه کولی شو، چې داسې یو حالت ته 'نه' ووایو چې هیڅ د قبولیت وړ ندی."

کله چې د هغه نه یو خبریال دا پوښتنه وکړه چې ایا په لیبیا د بندیزونو لگول ممکن دي نو هغه وویل چې مونږ په ټولو ممکنه لارو چارو غور کوو.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتهونیا گټرس تیره اونۍ ویلي و چې هغه د سي این این هغه رپورټ ډیر حیرانه کړیدی چې په لیبیا کی یې د انسانانو د غلامانو په توگه خرڅول ولیده. دغه انسانان چې د غلامانو او وینزو په توگه خرڅیدل ، د افریقایي ملکونو مهاجر و.

ځینې کسان پکې د ۴٠٠ ډالرو پورې خرڅ شول.

د لیبیا حکومت د غلامانو په یو بازار کې د ویډیو خپریدو نه وروسته ویلي دي چې هغوي په دغه مسله تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG