د لاس رسي وړ اتصالات

ډیموکراسي او آزادي؛ افغانستان کې "آزادي" نشته


فریډم هاوس وایې چې په افغانستان کې مطبوعات نسبي آزادي لري او د پخوا په پرتله سیاسي حقونه زیات شوي دي.
فریډم هاوس وایې چې په افغانستان کې مطبوعات نسبي آزادي لري او د پخوا په پرتله سیاسي حقونه زیات شوي دي.

د فریډم هاوس په نوم د څارنې یوه خپلواکه اداره وایې چې په نړۍ کې د انتخاباتو د استحکام او د رسنیو د آزادیو په څېر ډیموکراتیکې پروسې مخ په کمزوري کېدو دي.

د فريډم هاوس په کلني راپور کې په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۹۵ هېوادونو مربوطه اطلاعات او معلومات ارزول شوي چې ۸۸ هېوادونه پکې "آزاد"، ۵۸ "نیمه آزاد" او ۴۹ هېوادونه "غیرآزاد" معرفي شوي دي.

د ډیموکراسۍ د مطالعاتو یو متخصص، آرچ پودینګټن د راپور له خپرېدو مخکې له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي و چې "په ۲۰۱۷ کال ډير هېوادونه ښودل شوي دي چې د ښه والي پرځاي آزادي پکې کمه شوې ده."

ډیموکراسي او آزادي؛ افغانستان کې "آزادي" نشته
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

افغانستان کي "آزادي" نشته

افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د فریډم هاوس په باور آزادي پکې نشته.

په راپور کې افغانستان له ۱۰۰ څخه د ۲۶ امتیازونو په درلودلو سره هغه هېواد بلل شوي چې آزادي نه لري. فريډم هاوس وایې چې په راتلونکي یو کال کې به په افغانستان کې د آزادیو پر حالت خاص تمرکز وکړي.

که څخه هم چې دغې څارونکې ادارې د افغانستان په اړه د خپل راپور جزئیات خپاره کړي نه دي خو په لنډه یې لیکلي دي چې افغانستان کې مطبوعات نسبي آزادي لري او د پخوا په پرتله سیاسي حقونه زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له پارلماني ټاکنو څخه مخکې مخالف سیاسي ائتلافونه په جوړېدو دي، خو د ټاکنو لپاره چمتوالی نشته او دا هم معلوم نه چې له مهال ویش سره سم سږکال ټاکنې کیږي یا نه.

XS
SM
MD
LG