د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۳۰۰ مهاجر چې برتانیې ته تلل د ډوبیدو څخه ژغورل شوي


د ۳۶۰ څخه ډیر مهاجر چې غوښتل یې په وړو کښتیو کې د فرانسې څخه برتانیې ته ولاړ شي یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) په انګلش چینل کې د ډوبیدو څخه ژغورل شویدي.

په فرانسې کې چارواکو ویلي چې دې مهاجرو غوښتل د فرانسې د شمالي ساحل څخه د انګلستان جنوبي ساحل ته ځانونه په وړو کښتیو کې ورسوي.

د فرانسې ساحلي ګارد ویلي چې د بحري ځواکونو کښتۍ چې په سیمه کې یې ګزمه کوله ددې مهاجرینو د ژغورنې لپاره څو ځله تر انګلش چینله ولاړه او راغله.

چارواکو ویلي چې پدې ماموریتونو کې ۳۶۷ مهاجرین ژغورل شوي او د فرانسې بندرونو ته وړل شوي.

پدې تیرو څو کالونو کې د هغو مهاجرینو شمیر چې غواړي د فرانسې څخه برتانیې ته په وړو کښتیو کې ولاړ شي پداسې حال چې مسؤلینو د کالې په کمپ او په انګلش چینل کې امنیتي تدابیر ډیر کړي.

د انګلش چینل په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ له پلوه په بحر کې یوه تر ټولو مصروفه لار ده او هره ورځ د همدې لارې څه باندې ۴۰۰ کښتۍ تیریږي راتیریږي او ډیری وخت وخت پکې د بادونو له کبله تګ راتګ خطرناک وي.

ویل کیږي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې ۳۳۵۰۰ کسان د همدې چینل د لارې په وړو کښتیو کې ځانونه برتانیې ته رسولي دي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت وایي ۹۴ په سلو کې مهاجرین چې په تیرو څلورو کالونو کې د دې چینل د لارې راغلي، د پنا غوښتنه یې کړې او هغوي چې د پنا غوښتنې ځواب یې ورکړل شوی، ډیریو ته یې مثبت ځواب راغلی.

د برتانیې د قانون له مخې یوازې په هغه صورت کې یو تن پدې هیواد کې د پنا غوښتنه کولی شي چې عملاً هلته موجود وي.

سره لدې چې دا په نړۍ کې د کښتیو د تګ راتګ له پلوه تر ټولو مصروفه لار ده خو بیا هم پنا غوښتونکي دیته زړه ښه کوي چې په وړو ربړي کښتیو کې د اروپایي هیوادونو څخه ځانونه برتانیې ته ورسوي.

پدې خطرناک سفر کې د ماشومانو په ګډون لس ګونه کسان مړه شوي هم دي.

برتانیه غواړي چې د دې کډوالو او پنا غوښتونکو راتګ بند شي. د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټیل د همدې روان ۲۰۲۲ کال په سر کې د رونډا سره پنځه کلن تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې د برتانیې څخه به تر ۳۰ زرو پورې پنا غوښتونکي په زور رونډا ته استول کیږي او د پنا غوښتنې اسناد به یې د برتانیې د پنا غوښتنې له مخې نه بلکې د رونډا د قوانینو پر اساس طی مراحل کیږي.

برتانیې په تړون کې موافقه کړې چې د دې کار لپاره به په لومړي سر کې رونډا ته ۱۴۹ ملیونه امریکایي ډالر ورکول کیږي او په اټکلي توګه به د هر کډوال پر سر د اسنادو د طی مراحل لپاره رونډا ته د ۲۵ زرو څخه نیولې تر ۳۵ زرو ډالرو پورې ورکول کیږي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم د برتانیې پدې پلان انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره نورې داسې اغیزمنې او انساني لارې چارې شته دي.

XS
SM
MD
LG