د لاس رسي وړ اتصالات

هغه برس چې په لسو ثانیو کې غاښونه پاکوي


د غاښونو نوی برس چې د تولید دمخه تر ازموینې لاندې دی
د غاښونو نوی برس چې د تولید دمخه تر ازموینې لاندې دی

یو فرانسوي شرکت د غاښونو یو برس جوړ کړی چې صرف په لسو ثانیو کې ټول غاښونه پاکوي.

دغه برس چې بریښنایي ماشین لري او د " Y برس" په نوم یادیږي، د طرحه کوونکو په وینا یې نیمایي غاښونه – پورته او لاندې – په یو وار پاکوي.

د غاښونو ډاکتران سپارښتنه کوي چې هر شخص باید د ورځې دوه ځلې او هر ځل دوه دقیقې خپل غاښونه برس کړي.

د Y برس د معمولو برسونو په شان ندی بلکه تر ډیره هغه څه ته ورته دی چې ورزشکاران په ځانگړې توگه سوک وهونکي یې د تمرین پر وخت په خوله کې ږدي.

د سنت د تکنالوژۍ د ویبپاڼې د رپوټ له مخې دا برس په مختلفو اندازو تولید شوی چې هم ماشومان او هم لویان ترې کار واخیستلای شي.

د برس نایلوني تارونه د اورۍ او ماشین یې په مختلفو درجو تنظیم کیدای شي.

دغه نوې وسیله چې شاوخوا ١٢٥ ډالره بیه لري اوس تر ازمویلو لاندې ده او که گټوره وگڼل شي تولیدونکو شرکتونو ته به یې د جوړولو جواز ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG