د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ددفاع وزیر کابل ته رسېدلی


د فرانسې د دفاع وزیر افغانستان ته رسیدلی دی. هغه دغه هېواد ته وروسته له هغه نه چې د طالبانو په یوه برید کې ۴ فرانسوي عسکر ووژل شول او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل سفر کړی دی.

د فرانسې د دفاع وزیر ین وېس لي دراین په کابل کې دی او تمه کېږي چې یو ځل بیا به د خپل حکومت پر هغه پلان ټینګاروکړي چې غواړي د فرانسوي قواوو د ایستلو لړۍ راتلونکې میاشت پیل کړي. هغه دغه راز فرانسوي قواوو ته د ملاتړ د څرګندولو په خاطر هم دغه هېواد ته تللی دی.

پرون د شنبې په ورځ یوه ځانمرګه چې د ښځو چادري یې اغوستې وه د کاپیسا په ولایت کې د فرانسې پر سرتیرو باندي برید وکړ او په لړ کې یې دغو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

تیره میاشت د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډې اعلان وکړ چې فرانسې به د ۲۰۱۴ کال نه مخکي خپل ۲ زره محاربوي عسکر د روان کال تر پایه پوري د افغانستان څخه راوباسي.

پاتې ۱۴ ساوه فرانسوي سرتیري به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ښوونې او روزنې لپاره پاته شي. فرانسه په افغانستان کې ۱۵۰ تنه پولیس هم لري.

XS
SM
MD
LG