د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: دا په فرانسې کې د امیدونو او د اعتماد د نوي دور اغاز دی


پرون د یکشنبې په ورځ په فرانسې کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ایمانویل مکرون چې د نړیوال تجارت او د اورپایي اتحاد طرفداره دی، د محافظه کارې او ښې اړخي لوپن نه انتخابات وگټل. د انتخاباتو د مبارزې په وخت به لوپن ویل که یې انتخابات وگټل نو فرانسیه به د اروپایي اتحاد نه وباسي.

په فراسې کې د مشهورو او پخوانیو سیاستمدارانو په مقابل کې د میانه روه کاندید په مطلق ډول بري د هغه هیواد سیاسي بڼه بدله کړه.

په فرانسې کې د اروپایي اتحاد پلویان دغه کامیابي لمانځي. په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو د گټلو او د اروپایي اتحاد نه د برتانیې د وتلو نه وروسته د مکرون بری د هغوي لپاره یو لوی بری دی.

د رایو شمیر ښیی چې مکرون ٦٥ او لوپن ٣٥ فیصده رایی اخیستي دي. د یادوني وړ ده چې د انتخاباتو نه مخکې په نظر پوښتنو کې هم داسي اټکل کیده چې مکرون به ٦٥ فیصده راې وگټي.

سره لدې چې د لوپن د سیاسي گوند ملي جبهې په تاریخ کې دا تر ټولو لویه کامیابي ده. د دې نه مخکې هغوي دومره رایې ندي وړي مگر بیا هم لوپن د مکرون نه د ډیرو رایو په توپیر انتخابات وبایلل.

مکرون د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان نه وروسته خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل " په فرانسې کې د امیدونو او د اعتماد نوې فصل شروع شو. زه پوهیږم چې زمونږ قام ویشل شویدی او هم دغه یې علت و چې خلکو سختدریځو ته رایي ورکړی. خو زه د هغوي درناوې کوم ."

هغه زیاته کړه "زه د خلکو په غوسې، تشویش او په هغه وسوسو پوهیږم چې دوي څرگندې کړیدي. دا زما مسئولیت دی چې زه یې واورم. زه به کوښښ کوم چې د اروپا او د هغې د اوسیدونکو ترمنځه روابط جوړ کړم."

د انتخاباتو گټلو نه وروسته د مکرون هدف په یوې میاشتې کې په پارلیمان کې هم اکثریت گټل دي.

د انتخاباتو د نتایجو نه وروسته د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولانډ چې مکرون یې سیاست ته معرفي کړیدی، وویل "دا څرگنده شوه چې زمونږ زیاتره خلک غواړي چې د خپل هیواد د دیموکراسۍ اقدارو ته او اروپایي اتحاد ته ژمن پاتي شي."

د اروپایي اتحاد مشر ژین کلاډ جنکر هم مکرون ته د انتخاباتو په گټلو مبارکي ویلي، هغه په خپل پیغام کې وویل "زه ډیر خوشحاله یم چې ته د کوم فکر دفاع کوله یعني د یو قدرتمن او پرمختللي اروپا د فکر ، د جمهور رئیس په توگه به ته خپلو دغه وعدو ته ژمن پاتې شی."

XS
SM
MD
LG