د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د روغتیا وزیر: د کرونا خپریدل به په شاوخوا ۱۲ ورځو کې راکم شي


د فرانسې د روغتیا وزیر نن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) ویلي چې هیله لري، چې د راتلونکو اتو ورځو څخه تر ۱۲ ورځو پورې به د کروناویروس د خپریدو کچه راکمه شي.

د فرانسې د روغتیا وزیر ولیور ویغان ویلي چې د حکومت له تصمیم وروسته چې ټول هیواد یې قرنطین کړ، دا هیله شته چې په اتو یا دولس ورځو کې ددې ویروس خپریدل کم شي.

هغه زیاته کړه: «چیرته چې لازم وي مونږ به مداخله وکړو تر څو ډاډمن شو چې خلک د انفرادی کیدو (له کورونو څخه نه وتلو) امر ته درناوی کوي او که نه. کله چې زه له خپلې کړکۍ بهر ګورم، وینم چې خلک په پرله پسې توګه دا (کار) مراعت کوي.»

فرانسه پداسې حال کې د کرونا ویروس د پیښو د کمیدو هیله کوي چې په ګاونډي هیواد اسپانیه کې پدې ویروس د اخته کسانو شمیر د چهارشنبې په ورځ مارچ اتلسمه ۱۳۷۱۶ تنو ته لوړ شوی او د مړو شمیر ۵۵۸ تنو ته رسیدلی دی.

د سه شنبې په ورځ په اسپانیه کې د کروناویروس د پیښو کچه ۱۱۱۷۸ تنه وه او د مړو شمیر ۴۹۱ تنه و چې په یوه ورځ کې پدې ویروس د اخته کسانو څخه ۶۷ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG