د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ولسمشر لبنان ته د سفر په وخت د ملاتړ هوډ کړی


د فرانسې ولسمشر لبنان ته لنډ سفر کړی دی چې د لبنان د خلکو سره ، چې په گاونډي هېواد سوریه کې جنگ روان دی، ملاتړ وښیي.

دغه جنگ د سوریې د سرحد نه اخوا لبنان ته خپور شویدی او په دې وروستیو میاشتو کې بیخې شدید شویدی.

فرانسس هولانډې نن بیروت ته ورسیدی او هلته یې د لبنان د ولسمشر مایکل سلیمان سره وکتل.

د فرانسی دولسمشر د دې سفر نه دوه هفتې مخکي په بیروت کې د موټر بم چاودنه شوې وه چې مخالفینو وویل دا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کار دی، دوی دغه راز وویل چې د لبنان صدراعظم دي استعفا وکړي، او په حکومت یی تور ولگاوه چې د دمشق سره لار لري.

ولسمشر هولانډې نن وروسته صعودی عربستان ته ځي چې هلته د سوریې د بحران په هکله د عربستان د باچا ملک عبدالله سره وغږیږي.

په عین حال کې نن په سوریه کې دولتي تلویزیون وویل چې په پایتخت دمشق کې یوه هوټل ته نژدې چاودنه شویده او څو کسه په کې زخمي شویدي.

نن سبا د سوریی د بحران شلمه میاشت شروع کیږي او په دې جنگ کې قریب 36 دیرش زره خلک وژل شویدي. سلگونه خلک په دی وروستیو وختو کې چې حکومت د یاغیانو تر کنترول لاندی ځایونو باندې هوایي بمباریو ته زور ورکړیدی، وژل شویدي. سوریایي مبارزین وایي د څلورنیم زرو نه زیات خلک تیره میاشت کې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG