د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: فرانسوي ځواکونو په صحرا کې د داعش رهبر وواژه


د فرانسې جمهور رئیس امکانول مکرول د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱۵ ( وږې ۲۵) وویل چې د هیواد پوځیانو یې په لویه صحرا کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې مشر عدنان ابو ولید صحراوي وژلی دی.

ښاغلي مکرون په یوه ټویټ کې د داعش ددغه مشر وژل یوه لاسته راوړنه بللې او ویلې یې دي چې" د ترهګرې ډلې رهبر عدنان ابو ولید الصحراوي، په لویه صحرا کې د فرانسوي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی او دا په ساحل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې یوه بله ستره لاسته راوړنه ده."

صحراوي د افریقا په لودیځ کې د ساحل په منطقه کې د اسلامي ‌دولت د ډلې تاریخي مشر شمیرل کیده.

بلخوا د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون ویلي ددې ډلې تندلارو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې خونړي بریدونه سمبال کړی وو.

د فرانسې د جمهور رئیس دفتر همدارنګه ویلي دي‌ چې صحراوي د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې خپله د شپږو فرانسویانو او د هغوی د موټر چلوونکي د وژل امر کړی وو، هغه کسان چې د یوې خیریه موسسې کارکوونکي وو.

ښاغلي مکرون د روان کال په جولای میاشت کې ویلي وو چې ډیر ژر به خپل ځواکونه د ساحل سیمې ته واستوي او د داعش د تندلارو په وړاندې به د مبارزې په لومړۍ کرښه کې مبارزه وکړي او په بالاخره به په هغه سیمه کې نظامي حضور ولري.

XS
SM
MD
LG