د لاس رسي وړ اتصالات

ګانکرس بلینکن له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه پوښتي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

ټاکل شوې چې نن دوشنبه سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کانګرس په پنل «غونډه» کې له افغانستان څخه د امریکا د «بې نظمه» وتلو په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

امریګا د اګست په ۳۱ په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

جمهوریت غوښتونکو او ځینو دموکرات استازو له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو، د هغوی د زرګونو ترجمانانو او فرهنګي مشاورانو او زرګونو امریکايي اتباعو د اېستلو د څرنګوالي په اړه په ولسمشر جوبایډن باندې انتقادونه کړي دي.

ښاغلی بلینکن به نن د استازو د خونې د بهرنیو چارو په کمېټې کې او سبا سه شنبه به د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اټکل کیږي چې استازي به له ښاغلي بلینکن څخه په دې اړه سختې پوښتني وکړي چې ولې د اپریل په میاشت کې د ښاغلي بایډن له اعلان څخه وروسته امریکا له افغانستان څخه خپل اتباع ژر ونه اېستل.

وکیلانو همدغه راز د امریکا په استخباراتي ادارو هم نیوکې کړي چې د طالبانو له لوري د افغانستان د چټک نیولو او د ولسمشر غني د «تېښتې» په اړه وړاندوینې کې ناکام شوي دي.

جمهوریت غوښتونکي وايي چې له ښاغلي بلینکن څخه به په خپلو پوښتنو کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په وروستیو اونیو تمرکز کوي، خو دموکرات استازي بیا وايي چې د امریکا د جګړې د ټولو هڅو په اړه پوښتنې کوي.

په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه د متحدو ایالتونو د څلورو جمهور رئیسانو- جورج دبلیو بش، بارک اوباما، دونالډ ټرمپ او جوبایډن- دورې رانغاړي.

په امریکا کې په «ملي نظر پوښتنو» په لویه کچه له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې ننګه شوې ده. ولسمشر بایډن ویلي وو چې نغواړي د افغانستان جګړه بل ولسمشر ته پاتې شي.

د ولسمشر جوبایډن په ادارې له هغه وروسته نیوکې زیاتې شوې چې د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل په هوايي‌ ډګر مخې ته د داعش-خراسان ډلې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسان ووژل شول چې ۱۳ تنه یې امریکايي عسکر وو.

امریکايي له دغه برید وروسته په ننګرهار او کابل کې هوايي بریدونه وکړل او وویل چې د داعش-خراسان ډلې غړي یې او د برید پلانوونکی یې په نښه کړي دي.

امریکایي چارواکي وايي د اګست په وروستیو دوو اونیو کې له افغانستان څخه ۱۲۴۰۰۰ کسان اېتسل شوي چې شاوخوا ۶۰۰۰ امریکایي اتباع او نور یې د امریکایي عسکرو ترجمانان، د بشري حقونوفعالان، خبریالان او نور کسان دي.

XS
SM
MD
LG