د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونو غبرګونونه پارولي 


د فرانسې ولسمشر د تاریخ د وژل شوي ښوونکي تابوت له درناوي وړاندې کولو وروسته
د فرانسې ولسمشر د تاریخ د وژل شوي ښوونکي تابوت له درناوي وړاندې کولو وروسته

د فرانسې ولسمشر مانویل مکرون د تاریخ د يو ښوونکي له وژلو وروسته اسلامپالان غندلي او د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون د خپرېدو ننګه یې کړې وه.

د ښاغلي مکرون د دغو څرګندونو په اړه د ځینو اسلامي هېوادونو مشرانو غبرګونونه ښودلي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د فرانسې په ولسمشر امانویل مکرون تور لګولی دی چې پر اسلام یې برید کړی دی.

ښاغلي مکرون اسلامپالان او د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون د خپرولو ننګه کړې ده.

تېره اونۍ په فرانسې کې د تاریخ یو ښوونکی له هغه وروسته ووژل شو چې په ټولګي کې یې د اسلام پیغمبر ته منسوب یو کارتون د بیان ازادۍ په بحث کې وښوده.

ښاغلي مکرون د دغه ښوونکي له وژلو وروسته وویل: « هغه په دې خاطر ووژل شول چې اسلامپالان زموږ آینده غواړي.»

د پاکستان صدراعظم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا ډول څرګندونې اختلافات زېږوي. هغه ویلي دي چې ښاغلي ‌مکرون کولی شول د تفرقې د پیدا کولو په ځای چې د افراطیت لامل کیږي، غمرازي وکړي او افراطیانو ته یې لا نور فرصت نه وای ورکړای.

عمران خان د فرانسې ولسمشر تورن کړ چې په اسلام یې برید کړی او خلک هڅوي چې له اسلام څخه وډار شي.

ښاغلي مکرون تېره میاشت ویلي وو چې اسلام په کړکیچ کې را ایسار یو دین دی.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ښاغلي‌ مکرون څرګندونو ته په کتو ویلي دي چې هغه «باید یو رواني ډاکټر ته» ولاړ شي.

د فرانسې د جمهوري ریاست یو چارواکي د ښاغلي اردوغان خبرو ته په غبرګون کې ویلي دي: «دا خبرې غیر مودبانه، اضافي او د منلو نه دي.»

فرانسې همدغه راز له ترکیې څخه خپل سفیر هم ور وغوښت.

ښاغلي‌ مکرون څه موده مخکې ویلي وو چې په فرانسه کې اسلام باید د سعودي، قطر، ترکیه او نور بهرني نفوذ څخه ووځي.

د ولسمشر د نوي تګلارې په اساس، په فرانسه کې به په خصوصي ښوونځیو نظارت لا زیات شي او له جوماتونو سره بهرنۍ مرستې به لا وڅارل شي.

ښاغلي مکرون ویلي دي چې د دغه کار هدف په فرانسه کې د مسلمانانو محکومول او منزوي کول نه دي، بلکې د یو بل د زغملو قوي کول دي.

د مصر ځینو عالمانو هم د ښاغلي مکرون دا څرګندونې رد کړي دي او ځینو اسلامي ‌هېوادونو د فرانسوي تولیداتو د نه اخیستلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG