د فرانسې لاریون کوونکو ډلو او ټولنو د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۵مه] د نورو لاریونونو غوښتنه وکړه ځکه چې دوی هڅه کوي پر حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. د فرانسې حکومت د شنبې په ورځ په ټول هېواد کې په لاریونونو کې د ناکراریو د مخنیوي په موخه امنیتي عملیات سرته ورسول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وویل چې د شنبې [اکټوبر ۲۴مه] په لاریونونو کې ۴۱۰ زرو کسانو برخه اخیستې وه په داسې حال کې چې د امنیت لپاره ۷۰ زره پولیس ګمارل شوي وو. پولیسو هڅه کوله چې د غلاوو او ورانکاریو د هغو پېښو د تکرار په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د اکتوبر په ۱۷مه د فرانسې په ډېرو ښارونو کې رامنځته شوې وې.
لدې سره سره، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په لاریون کې د ۱،۳۱۴ کسانو د نیول کېدو او د شاوخوا ۵۰ امنیتي افسرانو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.
د ګارګرانو مشرانو د راتلونکې شنبې ورځې [اکټوبر ۳۱مه] لپاره خلک لاریون ته رابللي او د نومبر په پنځمه یې د ملي اعتصاب غوښتنه یې کړې.
دوي وايي چې د معاشونو، د ژوند د لګښتونو او عامه خدماتو په اړه ناهیلۍ تر هغه څه ډېرې دي چې تېره میاشت د زدهکړیالانو غورځنګ مطرح کړې وې.
د "سولیدیرس" په نوم د کیڼ اړخي کارګري ټولنې یوې مشرې موریېل ګیلبرټ وویل: "موږ له خلکو غواړو چې راتلونکې شنبه کوڅو ته راووځي."
د SUD په نوم د ښوونکو یوې ټولنې ویلي چې د اکتوبر په ۳۱مه به په لاریون کې برخه واخلي خو د CGT په نوم یوې لويې ټولنې ویلي چې پدې اړه به د اونۍ په اوږدو کې پرېکړه وکړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې د ناکراریو لامل کډوالي بولي او وايي "هغه څه چې په فرانسه کې کېږي له کنټروله وتلې ډله ییزه کډوالي" ده.
پاریس ویلي هڅه کوي د لاریون کوونکو غوښتنې په ځای کړي.
د فرانسې حکومت د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د کارګري ټولنو او د محصلینو له استازو سره خبرې پیل کړې خو دغو استازو ویلي چې د حکومت اقدامات تر اوسه کافي نه دي.
په ورته وخت کې، د فرانسې د پولیسو ټولنو ویلي چې دوی د لویو او اوږدمهاله لاریونونو د کنټرول لپاره کافي افسران نه لري.
فورم \ دبحث خونه