د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس پېښې د اروپا پر مسلمانانو د برید وېره پېدا کړې


د شارلي ابدو پر دفتر برید کوونکي وايي، برید یې په ۲۰۱۱ کال کې د مسلمانانو د پیغمبر د یوه کاریکاتور د خپرولو پر ضد کړی دی.
د شارلي ابدو پر دفتر برید کوونکي وايي، برید یې په ۲۰۱۱ کال کې د مسلمانانو د پیغمبر د یوه کاریکاتور د خپرولو پر ضد کړی دی.

په پارېس کی د شارلي ابدو اونیزې د طنزېه مجلې پر دفترونو د مرگانۍ حملې نه وروسته په اروپا کې د مسلمانانو پر ضد د انتقامي بریدونو وېره پېدا شوې ده.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول چې پولیسو بیا د جمعې په ورځ برید کوونکي هم ووژل .

خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي خلک باید له زغم څخه کار واخلي.

له لندن نه د امرېکا غږ خبرېاله سېلا هېنسي په خپل رېپوټ کې وايي په اروپا کې مېشت مسلمانان اوس په ډېرې وېرې کې ژوند کوي، خو د بشري حقوقو لپاره د ملگرو ملتونو دکمېسون مشر زید رعد الحسین وایي چې اسلام په پارېس کی د وژنو ذمه وار نه دی .

نوموړي په ژینوا کې په یوې غونډې کې وویل "مونږ ېوه شېبه سکوت او آرامۍ ته اړتیا لرو، انتقام اوغچ اخستلو ته ضرورت نه لرو. کومه خونړۍ حمله چې په پارېس کې وشوه، پړه ېې باید د اسلام پر دین وانه اچول شي او نه د اروپا گډ کلتور ددغه عمل ذمه وار دی، خو د اروپا دښې لاس ځیني تنگ نظري سېاسي مشران کوښښ کوي چې دغې حمله ته بله بڼه ورکړي. "

نوموړي دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې په اروپا کی د ځینو سخت درېځو ښې لاسي سېاسي گوندونو مشرانو په خپلو وېناو کې ددغې حملې ذمه واري د اروپا پرمسلمانانو او د اروپا پر گډ کلتور واچوله .

د شارلي ابدو پر مجلې برید په نړیواله کچه وغندل شو.
د شارلي ابدو پر مجلې برید په نړیواله کچه وغندل شو.

د برتانیا د یوه تنگ نظري سېاسي گوند UKIP مشر ناېجل فرج وویل "په پارېس د شارلي ابدو طنزیه مجلې پر دفترونو حمله په اروپا کی د مختلفو کلتورونو د ېو ځای کولو د ناکامې پالېسۍ نتېجه وه او معنی یې دا ده چې په اروپايي ټولنو کې اوس خارجي جاسوسان ژوند کوي. "

په جرمنی کې دPEGIDA په نوم بله تنگ نظرې سېاسي ډله وایې "په پارېس کې حملې دا خبره ثابته کړه چې مسلمانان په ډیموکراسۍ کې د ژوند کولو استعداد نلري."

دفرانسې د یوه سرسختي ښې لاسي گوند مشر لي پېن بیا "اسلام پالنه ېوه وژونکې عقېده او نظر وباله. "

په ټوله اروپا کی اسلامي سازمانونو او دمسلمانانو مشرانو دغه حمله غندلې ده.

يو مصري مسلمان اسامه طبلاوي چې په پاریس کی اوسېږي، خپل نظر ېې له امرېکا غږ سره خبرو کې په دې ټکو کی څرگند کړ " هرچا چې دغه کارکړی او ځان ته مسلمانان هم وايي، اسلام یې د دغه کار ذمه وار نه دی او که ېو څوک چا ته په سپکه سترگه گوري ، هغه دې هم هماغسې په خوله سپک کړي ، وژل ېې گټه نه لري. "

د مسعود په نوم یوه فرانسوي مسلمان چې په اصل کې د الجراېز دی، امرېکا غږ ته ووېل "د فرانسې مسلمانان په وېره کی ژوند کوي ځکه چې د دغې حملې مسوول گڼل کېږي."

د لندن دKing’s College د اسلامي مطالعاتو استاد او کارپوه ډاکټر کارول کرسټېن وايي چې د اروپا مسلمان د انتقامي بریدونو، له وېرې سره مخامخ دي او شاید چې ېواځې به یې هدف هغه کسان نه وي چې د اروپايي مسلمانانو په ټولنو کی ورته د تند لارو او بنسټپالو په سترګه کتل کیږي.

"بې له شکه په پارېس کی چې کومه مرگانۍ حمله وشوه، نه ېواځې دا چې په اروپا کې ېې د مسلمانانو په زړونو کی وېره او اندېښنه پېدا کړې ده، بلکې په مختلفو اروپايي ټولنو کې به د هغوی پر اعتبار هم منفي اغېزه وکړي. "

په عېن وخت کی کومو اروپايي رسنیو چې په پارېس کی یې د حملې په اړه په وېب پاڼو کې د اروپا د جهادي ډلو پېغامونه څېړلې دي وایي چې عکس العملونه یو شان نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي چې باید خلک له زغم څخه کار واخلي او د بریدونو پړه باید پر اسلام وانه اچول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي چې باید خلک له زغم څخه کار واخلي او د بریدونو پړه باید پر اسلام وانه اچول شي.

ېوه سوېډني خبریال چې ددغه ملک د ېوې پټې جهادي ډلې د ملاټړکوونکو پېغامونه یې په فېسبوک کی لوستلي دي وايي په داسې حال کې چې ځینو یې د شارلي ابدو د هفته اېزه مجلې په دفترونو برید سم کار بللی، خو ځینو نورو بیا په خپلو پېغامونو کی د قانوني لارو چارو ملاتړ کړی دی.

د لندن د کېنگز کالج د اسلامی څېړونکو د څانگې استاد ډاکتر کارول کرېسټېن وایې شاېد چې ځیني کوچنۍ بنسټپالې ډلې ددغه شان حملې ملاتړ وکړي خو ډېرې داسې اسلامي ډلې هم شته دي چې د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په ضد، د قانوني لارو چارو ملاتړ کوي .

ده وویل " که څوک دغه کار وکړي او داسلام د دین سپکاوی کوي معنی یې دا نه ده چې مجرمان دې سمدستي ووژل شي، بلکه د بنسټپالو اسلامي سازمانونو په منځ کی ډېر کسان په دې عقېده دي چې د هغو قوانینو د بدلولو په خاطر باید قانوني لاره وموندل شي چې په اروپايي مطبوعاتو کې د دین او مذهب سپکولو اجازه ورکوي."

پروفېسور کارول کرېسټېن وایې اوس د دې وختر رسېدلی دی چې د بیان دازادۍ او دېني ارزښتونو ته داحترام ساتلو په اړه بحثونه وشي او دبیان او وینا د ازادۍ ترڅنگ باید د نورو د دینونو او عقېدو درناوی هم وشي.

XS
SM
MD
LG