د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوړیدلې


تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د هلمند د تیرې شپې هوایي برید چې دوه پولیس یې ووژل افغان هوایي ځواک کړی او که بهرنیو ځواکونو کړی دی.
تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د هلمند د تیرې شپې هوایي برید چې دوه پولیس یې ووژل افغان هوایي ځواک کړی او که بهرنیو ځواکونو کړی دی.

په هلمند کې افغان امنیتي چارواکي وایي تیره شپه په ناخبرۍ کې د دغه ولایت د سرحدي پوليسو پر یوه مرکز هوايي برید شوی، چې له امله دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

پېښه تیر ماخستن یوولس نیمي بجې د نادعلي ولسوالۍ په اړوند ترکو پېچ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په هلمند کې د سرحدي پوليسو د شپږمې لوا یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې د نظامي عملیاتو پر مهال سرحدي پوليس تازه په یوه امنیتي پوسته کې ځای پر ځای شوي وو چې تر هوايي برید لاندي راغلل.

نوموړي وویل "زموږ همکاران نیم ساعت مخکې په هغه پوسته کې ځای پرځای شوي وو چې له وسله والو څخه نیول شوې وه زموږټول همکاران شل کسه وو چې دوه په بمبارد کې وژل شوي شپږ تنه سخت ټپیان دي او پاته نور جوړ دي خو پېښې ګنګس کړي وو".

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په یو بیان کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې تیره شپه د هلمند په ولایت کې د سرحدي پولسیو منسوبین د دغو ځواکونو په یو هوایي برید کې مړه او ټپیان شوي دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په دغه برید کې د مړو او ټپیانو شمیر نه دی ښودلی، خو ویلي دي چې د دې پیښې په هکله پلټنې روانې دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک له امریکاغږ سره په خبرو کې وويل چې ولایت مقام ته د بمبارد په اړه کوم خبر ندی رسیدلی.

ښاغلي ځواک وويل"په سیمه کې نظامي عملیات روان وو چې تر سهار ناوخته يې دوام وکړ کوم خبر چي موږ ته راغلی ښيي چې د مخالفینو راکټي برید کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې".

د دې پیښې ټپیان په هلمند کې د سرحدي پوليسو نظامي روغتوناو د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG