د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په برید کې وژل شوي خبریالان خاورو ته وسپارل شول


د دوو افغان خبریالانو جنازې، چې تیره شپه د کابل ښار په لویدیځ کې د چاودنې له امله ووژل شول، نن خاورو ته وسپارل شول.

د افغان حکومت د رسمي شمیرو له مخې، د کابل ښار د شپږمې ناحیې په قلعه ناظر سیمه کې تیره شپه د دوو پرله‌پسې چاودنو په نتیجه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.

په دغو چاودنو کې دوه افغان خبریالان هم ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د دغو دوو خبریالانو جنازې د پنجشنبې په ورځ (وږي ۱۵) د کابل ښار په یکه‌توت او پغمان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوې.

د چهارشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په قلعه ناظر سیمه کې لومړی یو ځانمرګي بریدګر د 'میوند' په نوم د غیږې نیولو په کلپ کې ځان ته چاودنه ورکړه. دویمه چاودنه په یو موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودیدو له امله هغه مهال وشوه، چې خبریالان د لومړني برید د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو.

غبرګونونه

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، چې د پنجشنبې په ورځ یې په ارګ کې د ابوریحان البیروني نړیوال سیمینار ته د وینا پر مهال دغه برید وغنده او وې ویل "دښمنان په دغه جنایت او وحشت سره خپلو اهدافو ته نشي رسیدلی".

ښاغلي غني زیاته کړه، چې په دې پیښه کې یې د ټپیانو د درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت ته لازمې لارښوونې کړي او دغه راز امنیتي ارګانونو ته یې د لازیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو امر کړی دی.

همداشان د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په دغه برید کې د دوو خبریالانو د وژل کیدو په غبرګون، په افغانستان کې د خبریالانو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، چې د چهارشنبې په ماښام د دوو خبریالانو په وژلو سره سږکال په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی.

له خبریالانو څخه د ملاتړو ادارو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د طلوع تلویزیون خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستونکی رامز احمدي وژل شوي، د خورشید تلویزیون درې خبریالان، د میوند تلویزیون یو خبریال، د یک تلویزیون یو خبریال او د اسوشیتد پرس یو تصویر اخیستونکی ټپیان شوي دي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې‌پولې خبریالانو د سازمان مسول رضا معیني ویلي " له پنځو میاشتو څخه په کمه موده کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي، چې دا د ناامنیو سربیره د اطلاع رسونې د مسلکي دندې په ترسره کولو کې د افغانستان د رسنیو د لوړې بیې پرې کول دي".

د ښاغلي معیني پر وینا، سره له دې چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې د افغان حکومت هڅې درک کوي، خو لازمه ده چې حکومتي چارواکي د رسنیو د امنیت او روزنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

دا په روان کال کې پر افغان خبریالانو دویم خونړی برید دی. له دې وړاندې د غويي په لسمه، د کابل په شش‌درک سیمه کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله ۹ تنه خبریالان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې ویلي "دغه وروستی تروریستي اقدام، چې د کابل ښار عادي اوسیدونکي سره له لومړني مرسته کوونکي او خبریالان یې په نښه کړل، سخت ټکان ورکوونکی دی".

یوناما غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر شیعه مذهبو مسلمانانو باندې د پرله‌پسې او سیستماتیکو بریدونو عاملین دې د دغو جرمونو پر بنسټ د عدالت میز ته کش کړای شي.

XS
SM
MD
LG