د لاس رسي وړ اتصالات

قومي مشران د داعش له قیده د بندیانو آزادېدل غواړي


قومي مشران د وژل شویو کسانو دپاره فاتحې ته ناست دي
قومي مشران د وژل شویو کسانو دپاره فاتحې ته ناست دي

د اچین د ولسوالۍ مشرانو د حکومت څخه غوښتي دي چې د داعش له ډلې سره د دوي د بندیانو د خلاصون دپاره دي ژر تر ژره په اقدام لاس پوري کړي.

دغو مشرانو له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د داعش له وسله والې ډلې سره یې لا اوس هم په سلګونه کسان بندیان دي.

یو قومي مشر چې تور خان نومېږي امریکا غږ ته یې ویلي دي چې اوس هم د ۳۰۰ نه زیات ولسي خلګ د داعش سره بندیان دي.

نوموړو قومي مشرانو د وژل شویو کسانو دپاره د فاتحې په مراسمو کې دغه څرګندونې کړي دي.

د اچین ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکو دهغو ولسي خلکو فاتحه واخیسته چې د داعش وسله والې ډلې وژلي دي. د روداتو ولسوالۍ اړوند دغازي امان الله خان په ښار ګوټي کې ګڼ شمیر قومي مشران دهغه کسانو فاتحې ته سره راټول شوي وو چې د دوي په باور په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې په ماینونو الوزولي وو.

څو ورځې کېږي چې یو شمیر رسنیو هغه ویډیو خپره کړه چې ظاهرآ پکې د داعش وسله واله ډله ځینې بې وسلې خلک چې څه یې سپین ږيري دي په ښخو شویو ماینونو الوزوي.

په فاتحه کې دشینوارو ګڼ شمیر مشران راټول شوي و او ویلي یې چې د دوی پر قومیانو ظلم شوی دی.

یوه قومي مشر ملک ناموس امریکا غږ ته وویل" دا ساحه چې وژنه پکې شوې ده، دې ته توره تیږه وايي دا دپاکستان او افغانستان پوله ده . په همدغه ځای کې دغه ظلم شوی دی".

فاتحې ته کوچنی سید انګل دچکر په بانه راوستل شوی .هغه وایي خبر نه و،چې دیارجان په نامه پلار یې د داعش له لوري وژل شوی دی. کلن سید ان ګل وايي دګټې وټې بله لاره نه ده ورپاتې.

هغه داسې وايي " زما پلار یې ددکان نه بیولی و . ورور به مې هره ورځ زنګونه وهل چې ښکته راشئ. اوس چې راغلم راته یې وویل چې پلار دې مړ شوی دی . په بمونو یې الوځولی دی زما په لار ".

حکومتي چارواکي لا د خپرې شوې ویډيو د دقیق ځای او وژل شویو کسانو دهویت په اړه ځانونه ناخبره ګڼي او وايي لټه یې پیل کړې تر څو مالوم کړي چې دغه کسان څوک دي.

دننګرهار والي سیلم کندوزی وايي تر اوسه ورته دخپروې شوې ویډیو پر تړاو دقیق مالومات نه دي رسېدلي.

دشینوارو له یو شمېر ولسوالیو نه په سلګونه کورنۍ د داعش او طالبانو تر منځ دجګړو له وېرې راکډه شوي ،چې په وینا یې دژوند لمړنۍ اسانتیاوې هم نه لري.

که څه هم په اچین ولسوالۍ کې دروانو جګړو له وېرې په سیمه کې ډېرې کورنۍ نه دي پاتې خو ایسار خلک په خورا وېره او ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي.

د ډېرو خلکو باور دا دی چې که په سیمه کې په لوړه کچه دعملیاتو بابیه ونه شي نو ګرانه ده چې د داعش او طالبانو لخوا نیول شوې سیمې دې حکومت بیرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG