د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او کاناډا د جي۲۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو غونډه کې پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی


د جي۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو د مالیې وزیرانو د جمعې په ورځ د جولای په ۱۵ (چنګاښ ۲۴) د اندونیزیا په بالي ټاپو کې په خپله غونډه کې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل وغانده او روسي چارواکي یې تورن کړل چې د اوکراین د جګړې په جنایتونو کې شریک دي.

د اندونیزیا د بالي په ټاپو کې دوه ورځنۍ غونډه د روسیې د پوځي یرغل تر سیوري لاندې پیل شوه. یوه اونۍ وروسته له هغې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اندونیزیا کې د جي۲۰ سرمشریزې حخه "په غوسه" ووت، نړیوال بازارونه لا هم بې ثباته شول ځکه چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د انفلاسیون لا زیاتیدو ته یې لمن ووهله.

د امریکا د مالیې وزارت یو چارواکي ویلي چې د امریکا د مالیې وزیرې جینت ییلن د جي۲۰ د سرمشریزې په پیل کې د روسیې پلاوي ته وویل چې "یوازې روسیه د نړیوال اقتصاد د منفي پایلو مسووله ده. "

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې "روسي چارواکي باید پوه شي چې د پوتین له رژیم څخه د دوی دوامداره ملاتړ د دې جګړې ناوړه عواقب زیاتیوي، تاسو د هغو بې ګناه خلکو په وړاندې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، ګډ مسوولیت لرئ."

د کاناډا د مالیې وزیرې کریسټیا فریلنډ هم د جي۲۰ په کنفرانس کې روسي پلاوي ته وویل چې روسي چارواکي په اوکراین کې د "جنګي جرمونو" مسؤل دي، ځکه چې دوی د پوځي تیري ملاتړ کوي.

میرمن فریلنډ وویل: "یوازې هغه جنرالان نه دي چې جنګي جرمونه کوي، دا اقتصادي تکنوکراتان دي چې جګړې او د جګړې دوام ته اجازه ورکوي."

د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف او د اوکراین د مالیې وزیر سرهي مارچینکو هم په دې غونډه کې په مجازي توګه ګډون کړی دی.

خو روسیې خپل د مالیې وزارت مرستیال تیمور ماکسیموف په دې غونډه کې د ګډون لپاره استولی دی. یوې سرچینې چې پدې خبرو کې حاضر و ویلي دي کله چې د امریکا او کاناډا د مالیې وزیرانو پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل په داسې حال کې وغانده چې ماکسیموف هم په دې غونډه کې حاضر و.

په ورته وخت کې، د جي۲۰ غونډې کوربه او رئیس اندونیزیا، د دې ډلې د مالیې وزیرانو ته خبرداری ورکړ چې د انرژي او خواړو بحران سره مبارزه کې پاتې راتلل به "ناورین" رامنځته کړي.


د اندونیزیا د مالیې وزیر سری مولین اندراوتي په خپله وینا کې د جي۲۰ وزیرانو څخه وغوښتل چې د "همکارۍ" په روحیه سره یوځای کار وکړي ځکه د هغه په وینا "نړۍ د حل لارې په لټه کې ده."

اندراوتي د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو د مالیې وزیرانو ته په خطاب کې وویل: "زموږ د ناکامۍ تاوان زمونږ له توان اوچت دی. انساني پایلې به یې نړۍ او د نړي ډیرو ټیټ عاید لرونکو هیوادونو ته غمیزې رامنځته کړي."

د جي۲۰ د مالیې وزیرانو غونډه د خوراکي توکو او انرژۍ په بحران باندې ډیر تمرکز لري چې لا له پخوا څخه د کرونا وبا له امله د نړۍ هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG