د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۲۰ مشران: کوویډ۱۹ واکسین به په منصفانه توګه وویشل شي 


د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو یا جي-۲۰ هیوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې په ټوله نړۍ کې د کروناویروس ضد واکسین د منصفانه ویش لپاره به له هیڅ ډول هڅې څخه دریغ ونکړي او د ناداره هیوادونو ملاتړ به وکړي.

د فرانسې خبري اژانس پدې هکله د جي-۲۰ هیوادونو د غونډې اعلامیه لیدلې ده او د هغې پر اساس یې دغه رپوټ برابر کړی دی.

د نړۍ مشرانو پدغه غونډه کې چې سعودي عربستان یې کوربه دی، همداشان موافقه وکړه چې د څو اړخیزې سوداګرۍ او د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړیوالې مبارزې ملاتړ وکړي.

خو ددغې غونډې د ژمنو په اړه چې د کروناویروس د خپریدو په وجه په مجازي توګه ترسره شوه زیات جزییات ندي څرګند شوي.

د نړۍ مشرانو په دغه غونډه کې وویل چې په نړۍ کې د عاجلو روغتیایي اړتیاو د تمویل او د یو ګټور واکسین د تولید، پلټنو، انکشاف او ویش او همداشان د کوویډ۱۹ ناروغۍ د تشخیص او ګټورو لارو چارو لپاره نورو ۴.۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د جي-۲۰ غړو هیوادونو څه دپاسه ۲۱ میلیارډ ډالر د کروناویروس د وبا د مخنیوي لپاره مرسته کړي دي چې تر اوسه پرې څه دپاسه ۸۵ میلیونه خلک اخته شوي داو شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره کسان پرې مړه شوي دي.

دغو هیوادونو د نړۍ د اقتصاد د ساتنې لپاره ۱۱ تریلیون ډالر برابر کړي دي.

ددې غونډي ګډون کوونکو هیوادونو همداشان د مخ په ودې هیوادونو لپاره د پورونو د فشار د کمولو نوښت د راتلونکي کال د جون تر میاشتې وغزاوه. خو ملګري ملتونه هڅه کوي چې هغه د راتلونکي کال تر پایه وغزوي.

دغه اقدام د مخ په ودې او فقیرو هیوادونو سره مرسته کوي چې پورونه یې زیات نشي. خو بیا هم پدې هکله غوڅ تصمیم ندی نیول شوی.

فرانس پرس ویلي دي چې ښایي ریاض ددغې اعلامیې په وروستۍ نسخه کې بدلونونه راوړي.

XS
SM
MD
LG