د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۷ غونډه: په ګوګل، امازون او ایپل باندې باید مالیه لوړه شي


 جي ۷ هیوادونو په غټو نړیوالو شرکتونو د مالیې په لوړولو موافقه کړې.
جي ۷ هیوادونو په غټو نړیوالو شرکتونو د مالیې په لوړولو موافقه کړې.

د جي-۷ هیوادونو د مالیې وزیرانو په غونډې کې پدې موافقه شوې چې د امازون، ګوګل او ایپل په شان په نړیوالو شرکتونو باید مالیه لوړه شي.

د غونډې مشري د برتانیې مالیې وزیر ریشي سوناک کوله. هغه په لندن کې د دوه ورځنۍ غونډې نه وروسته وویل چې د نړیوال مالیاتي سیستم په برخه کې تاریخي موافقه وشوه.

ښاغلي سوناک زیاته کړه، "د جي-۷ هیوادونو د مالیې وزیران د نړیوال مالیاتي سیستم د اصلاح کولو په هکله تاریخي موافقې ته ورسېدل تر څو دا سیستم د ډیجیټل عصر سره برابر شي."

د اوو سترو اقتصادي هیوادونو د وزیرانو په غونډې کې موافقه وشوه چې غټ نړیوال شرکتونه باید لږ تر لږه ۱۵ په سلو کې مالیه ورکړي او دا شرکتونه په هغو هېوادونو کې هم باید ډیره مالیه ورکړي چې خپل خدمات او مالونه پکې پلوري.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت یلین دا موافقه "مهمه او بې سارې ژمنه"وبلله او زیاته یې کړه چې دا اقدام به د نړیوال مالیاتي سیستم ستونزه په اساسي توګه حل کاندي.

پدې موافقې د څو کالونو راپدیخوا کار کېده. په موافقې کې ژمنه شوې چې د ډیجیټل ملي خدمتونو به هم مالیه له منځه وړي چې په برتانیې او یو شمیر اروپایي هیوادونو کې عملي کیږي او د امریکا متحده ایالات وایي چې د ټکنالوژۍ یو شمیر غټ امریکایي شرکتونو څخه په غیرې عادلانه توګه اخیستل کیږي.

دا موافقه یوازې د اوو سترو اقتصادي هېوادونو په غونډه کې شوې او بل پړاو به یې د جي-۲۰ هېوادونو په غونډې کې وي چې یو شمیر مخ پر ودې هیوادونه یې غړي دي او ټاکل شوې بله میاشت غونډه وکړي.

د برتانیې د مالیې وزیر وایي چې دا یوه پیچلې موضوع ده او د جي-۷ هیوادونو موافقه یې لومړی ګام وباله.

XS
SM
MD
LG