د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشران د نړیوال اقتصادي بحران او د منځني ختیځ د کړکېچ تر سیوري لاندې پدې غونډه کې ګډون کوي.
د نړۍ د پرمختللو هیوادونو مشران پداسې حال کې پدې غونډه کې ګډون کوي چې د منځني ختیځ له شخړې څخه راولاړ شوی نړیوال اقتصادي بحران د دغې غونډې د اصلي اندېښنو په سر کې قرار لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو مشرانو له ډلې دی چې د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې پورې د فرانسې په ختیځ کې د اویان په ښار کې د جي-اووه په سرمشریزه کې یې ګډون تایید شوی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې هېواد یې سږ کال د جي-اووه ډلې دورهیي مشري پر غاړه لري، "نړیوال اقتصادي توازن نشتوالی" د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه بولي.
مکرون د پنجشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د اقتصادي پالیسیو د همغږۍ او همکارۍ اړتیا څرګنده ده. دا د ټولو په ګټه ده."
هغه دا څرګندونې په هماغه ورځ وکړې چې د جي-اووه د یو شمېر غړو او شریکو هېوادونو، په ګډون د چین، هند، برازیل، جنوبي کوریا او د وجهي نړیوال صندوق د سازمان له استازو سره یې د ویډیويي غونډې له لارې خبرې وکړې.
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: "د لا متوازن اقتصاد په رامنځته کولو سره به د دوامدارې، باثباته او ټولشموله ودې لپاره لازم شرایط برابر شي. د دوشنبې په ورځ به تاسو په اویان کې ووینم."
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړیوال اقتصادي توازن نشتوالي ته پآملرنه د جي-اووه د ډلې پر وړاندې د فرانسې د مشرتابه له مهمو لومړیتوبونو څخه یوه ګڼل کیږي.
دوي وایي چې دغه هدف په اروپا کې د صنعتي بنسټونو د پیاوړتیا او له چین او متحده ایالتونو سره د سوداګریزو اړیکو د لا توازن له هڅو سره سمون لري او د زیانمنونکو هېوادونو په ګټه به هم تمام شي.
د اعلامیې له مخې، د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې د اویان غونډه او د جي-شل (G20) راتلونکې سرمشریزه، چې ټاکل شوې د ډسمبر په میاشت کې ترسره شي، د نړیوالو اقتصادي همکاریو د بحث لپاره مناسب چوکاټونه برابروي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني، چې هېواد یې تېر کال د جي-اووه مشري پر غاړه درلوده، پاریس ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د دوشنبې تر غونډې مخکې د جمعې په ورځ له مکرون سره په الیزه ماڼۍ کې وګوري.
د اوکراین او روسیې جګړه، مصنوعي ځیرکتیا، د منځني ختیځ روان کړکېچ او پر نړیوال اقتصاد یې اغېزې هم د سرمشریزې په اجنډا کې شاملې دي.
د جي-اووه غړي هېوادونه امریکا، فرانسه، بریتانیا، جرمني، جاپان، ایټالیا او کاناډا دي. سربېره پر دې، یو شمېر نور داسې هیوادونه چې پدې تړون کې غړیتوب نلري هم دې غونډې ته بلل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه