د لاس رسي وړ اتصالات

د صنعتي هېوادونو غونډه؛ آیا امریکا خپل تجارتي شریکان خپه کړي؟


د جي-۷ هېوادونو مجلس په داسې یو وخت کې جوړيږي چې د امریکا او یو شمیر هېوادونو ترمنځ په تجارت کې جنجال روان دی
د جي-۷ هېوادونو مجلس په داسې یو وخت کې جوړيږي چې د امریکا او یو شمیر هېوادونو ترمنځ په تجارت کې جنجال روان دی

د نړۍ د سترو صنعي هېوادونو جي-۷ د مالیې وزیران د راتلونکې اونۍ په پیل کې د کاناډا په کیوبک ښار کې غونډه کوي.

دغه مجلس په داسې یو وخت کې جوړيږي چې د امریکا او یو شمیر هېوادونو ترمنځ په تجارت کې جنجال روان دی.

د نړیوال اقتصاد په چارو کې د پرسټون د انسټیټیوټ غړی جاکوب کیرکګارد وایې چې د امریکا د حکومت لخوا له ځېنو هېوادونو څخه د المونیمو او اوسپنو پر وارداتو د اضافي تعرفو لګول به واشنګټن منزوي او د تجارتي جګړې لپاره به حقیقي ګواښ رامنځته کړي.

خو د امریکا د وروستیو اقداماتو په اړه ځیني کسان مثبت نظر لري. په امریکا کې د ملي اقتصاد د شورا مشر، لاري کوډلو د ټرمپ د ادارې عمل وستایه ویې ویل چې "ولسمشر ټرمپ د خپلو تجارتي اصلاحاتو په اړه ډیر څرګند دی."

کاناډا او یو شمیر اروپايي مشرانو ګواښ کړي چې د امریکا د هر ډول اقتصادي محدودیتونو د لګولو په مقابل کې به باالمثل اقدام وکړي او پر امریکايي تجارتي توکو به تعرفې زیاتي کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین دا ادعا نه مني چې ګواکې هېواد یې په نړیوال اقتصادي کې خپله رهبري کمزورې کړې ده.

خو په کاناډا کې د جوړېدونکې اقتصادي غونډې پایله به معلومه کړي چې د نړۍ هېوادونه د امریکا د وروستیو اقدماتو په اړه څه دریځ خپلوي.

د صنعتي هېوادونو غونډه؛ آیا امریکا خپل تجارتي شریکان خپه کړي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG