د لاس رسي وړ اتصالات

د جي ٧ هیوادونو غونډه د اوکراین نه په پلوۍ پای ته ورسیده


ولسمشر بارک اوباما د دیوید کامرون سره په گډ خبري کنفرانس کې
ولسمشر بارک اوباما د دیوید کامرون سره په گډ خبري کنفرانس کې
د جي اوه هیوادونو د غونډې په پای کې د افغانستان په وړاندې د جي اوه هیوادونو د دریځ په هکله امریکا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د یو دیموکرات، مستقل او متحد افغانستان سره د دوه اړخیزه احترام او حساب ورکولو پر اصولو اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دي.

اعلامیې د افغانستان دواړه ټاکنې ستایلي او په ټاکنو کې یې د دوه نیم میلیونه ښځو د گډون یادونه کړی.
په ژمنو کې یې ویلي چې د حکومتداری د بنسټیز کیدو لپاره کمک ته دوام ورکوي تر څو فساد کم کړي، د ترهگرئ سره مقابله وکړی شي، اقتصادي ودې ته قابلیت ترلاسه کړي او د مخدره موادو سره مبارزه وکړي. اعلامیه واېي د افغانانو په مشرۍ د بیا پخلاینې د پروسیې پلوي کوي.

د اوکراین په هکله د جي ٧ هیوادونو دریځ

په اوکراین کې د لاس وهنې په وجه د روسیې پر ضد د سختو بندیزونو د لگولو په سر د جي ٧ هیوادونو په غونډې کې د اروپایي هیوادونو خپلمنځي ستونزې رابرسیره شوې.

ټولې خواوی په دې موافقې وې چې روسیه باید خپل چلند بدل کړي، او په گډه یې د نویو بندیزونه گواښونه وکړل چې کیدای شي د روسیې په ټولو اقتصادي سکتورونو باندې اغیز وکړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په گډ خبري کنفرانس کې ولسمشر بارک اوباما وویل هغه د هغو هیوادونو لپاره په واقعي اقتصادي اثراتو پوهیږي چې د روسیې سره پراخې سوداگریزه اړیکې لري. خو هغه وویل چې دا باید د هغو ارزښتونو او اوصولو سره مقایسه کړای شي چې روسیې ترې سرغړونه کړې ده.

هغه وویل « انتخاب څرگند دی: اروپایان باید دغو اوصولو او اهدافو ته پابند اوسي، که څه هم چې یو لړ اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي.»

په بروکسل کې د جي ٧ هیوادونو د دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه موضوع د انرژۍ مصونیت و. خصوصاً په اروپا کې، کوم چې یو پر دری برخې تیل او گاز د روسیې نه ترلاسه کوي.

اروپايي مشران دیته ژمن شوي چې د روسیې په سونگ موادو خپله اتکا کمه کړي، خو دا کار زیات وخت او په گرانه بیه تمامیږي، او کیدی شي یوه برخه یې د متحده ایالاتو پورې اړه ولري چې اروپا ته د اومه (خامو) مایع تیلو د لیږد لپاره څومره لیواله ده.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د برتانیې صدراعظم دواړو د اوکراین نوی منتخب ولسمشر پترو پوروشینکو وستایه او ویې ویل چې د هغه انتخابیدل د روسیې سره د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره یوه نوې هڅه ده.

د چهارشنبې په ورځ د جي اوه هیوادونو مشرانو له مسکو نه وغوښتل چې د اوکرائن د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي، د هغه هیواد ختیځو سیمو ته د جنگیالیو او وسلو د لیږلو لاس واخلي، او د اوکرائن د سرحد نه په بشپړه توگه خپل ټول ځواکونه وباسي.

ولسمشر بارک اوباما په اوکرائن کې د روسیې د مداخلې د غندنې ترڅنگ د روسیې دا عمل په اوکرائن کې د روسیې کرغیړن تکتیکونه بللي دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ د اوکرائن د نوي جمهور رئیس پیترو پوروشینکو سره په لیدنه کې له هغه څخه د ملاتړ څرگندولو په ترڅ کې د یو خبردارې په توگه وویل « د نړیوالې ټولنې لپاره دا ډیره مهمه ده چې د پیترو د هڅو ترشا همغږه او ودریږي چې د روسیې سره د یوې پرېکړې په کولو مسکو لدې وروسته د اوکرائن په خاوره کې بیلتون غوښتونکو ته مالي کمک ور نه کړي او هغوی مسلح نه کړي.»

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جي اوه سږنۍ غونډې ته نه و بلل شوی، او دا کار د مسکو د هغه تهاجم او اشغال په وړاندې ځواب و چې د تیرې مارچ په میاشت کې پر کریمیا ټاپو وزمې ته ننوتل.

خو ټاکل شوې چې جمهور رئیس پوتین به د جمعې په ورځ د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا اولاند، د بریتانیې د صدراعظم ډیوید کامیرون، او د جرمني د صدراعظمې انگیلا میرکل سره ماښامنۍ وخوري.

دا غونډه د فرانسې په نورمندي ښار کې د دوېمې نړیوالې جگړې په وخت کې د جرمني د نازي رژیم پرضد د تړون د اویایمې کلیزې د لمانځنې په ویاړ ترسره کیږي.

د تیرو اوولسو کلونو په موده کې دا لمړی ځل و چې د سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې روسیې ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

جمهور رئیس پوتین پرون د هغه نه بلل، عادي وگڼل، خو یادونه یې وکړه چې د اوکرائن د نوي منتخب جمهور رئیس پیترو پوروشینکو سره د خبرو لپاره تیار دی.

پوتین د فرانسې د تلویزون سره په یوه مرکه کې وویل چې، په اوکرائن کې هیڅ روسي ځواکونه نشته. د تیرې سه شنبې په ورځ په سوچي کې د همدې مرکې په وخت کې، پوتین وویل هغه د ناټو سره د اوکرائن په یوځای کیدو اندیښمن و.
XS
SM
MD
LG