د لاس رسي وړ اتصالات

د جي ۷ هېوادونو مشرانو د اوکراین پر ملاتړ ټینګار وکړ


د اوو بډایه هیوادونو (جي ۷) مشرانو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه بېړني ویډیويي کنفرانس کې وکتل او ژمنه یې وکړه چې "تر پایه پورې به له اوکراین سره په کلکه ودریږي".

د اوکراین له ولسمشر سره دا آنلاین غونډه د روانې اونۍ په پیل کې د اوکراین په لویو ښارونو باندې د روسیې د توغندیو له پراخو بریدونو وروسته جوړیږي. د اوکراین چارواکي وايي د دوشنبې د ورځې په بمباریو کې لږترلږه ۱۹ تنه ووژل شول.

د جي ۷ مشرانو له دې غونډې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي چې "د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو دپاره له هغه هېواد سره مرستې ته ژمن دي". په دې اعلامیه کې "پر بې ګناه ملکي وګړو د روسیې ړانده بریدونه" جنګي جنایت بلل شوی دی.

تمه کیږي چې لویدیځ متحدین ډیر ژر دا پرېکړه وکړي چې د هوايي مدافعې د عصري او موثر هوايي سیستم د ورکړې لپاره د اوکراین د ولسمشر غوښتنه ومني که نه.

زیلنسکي وویل: "مونږ د جي ۷ ګروپ له غړو هیوادونو څخه د ملاتړ یوه مفصله اعلامیه ترلاسه کړه. په خاصه توګه عدالت ته د ټولو هغو کسانو د راکشولو په ګډون چې د اوکراین خلک یې له ترور او وحشت سره مخامخ کړیدي. د روسیې له اوسني سیاسي مشرتابه نیولې تر ټولو هغو کسانو پورې چې دغو تروریستي ګټو ته کارکوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پېیر وویل، د جي ۷ مشرانو اوکراین ته د اقتصادي، امنیتي او بشري مرستو د برابرولو په څرنګوالي همغږي رامنځته کړه.

مېرمن پېیر زیاته کړه: "ولسمشر بایډن همدارنګه د جي ۷ له همکارانو سره په دې هم بحث وکړ چې د اوکراین د هوايي مدافعې وړتیاوو ته د لومړیتوب ورکولو په برخه کې چې د امریکا لپاره لومړیتوب دی او یو لومړیتوب به وي، په ګډه نور څه کولی شو."

مسکو چې د خپل نفوس یوه برخه د جنګ لپاره چمتو کوي، وايي اوکراین ته د لویدیځ نوره پوځي مرسته جنګ ته د نور شدت ورکولو او د روسیې او ناټو ترمنځ د جنګ د احتمال د رامنځته کېدو په مانا ده.

خو شنونکي وايي د هوايي مدافعې سیستم نه یوازې د ملکیانو د خوندیتوب دپاره بلکه په اوکراین کې د نورمال حالت د احساس د رامنځته کولو لپاره یوه اړتیا ده.

د سیاسي چارو څېړونکې، بیکا ویسر له دې سره کیدای شي ځینې هغه اوکراینیان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي چې د روسیې له یرغل سره له دغه هیواده وتلي.

هغې وویل: "دلته هدف د ولسمشر زیلنسکي لپاره دادی چې د اوکراین اقتصاد چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یې سخت زیان لیدلی، بیرته فعال کړي."

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په میاشت کې د روسیي د یرغل له پیل راهیسې له اوکراین سره د امنیت په برخه کې لږترلږه ۱۶ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

د سیاسي چارو څېړونکی، لوک کوفي له اوکراین سره د هوايي دفاع په برخه کې شوې مرستې کافي نه بولي.

هغه وویل: "متحده ایالاتو او زمونږ متحدینو اوکراین ته د هوايي مدافعې ځینې سیستمونه ورکړیدي. خو د بیلګې په ډول د پټریاټ د توغندیو د دفاعي سیستم په شان یې هغوی ته په لوړې ستراتیژیکې کچې څه نه دي ورکړي."

سپینې ماڼۍ داخبره په ډاګه نه کړه چې ایا اوکراین ته د پټریاټ د توغندیو د دفاع سیستم چې تاکتیکي بالیستیک توغندي، کروز توغندي او پرمختللې الوتکې‌ دفع کوي، ‌ورکوي که نه.

خو د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وايي، سپینه ماڼۍ په پلان کې لري چې اوکراین ته د هوايي مدافعې د سیستمونو ورکولو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوېده چې نن چهارشنبې په بروکسل کې د اوکراین د امنیتي مشورتي ډلې په غونډه کې اوکراین ته د نورو وسلو او امنیتي مرستو د ورکولو پر څرنګوالي خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG