د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي استخباراتو مشره: څرګنده نده چې د ایران په مشرتابه کې څه تېرېږي

د امریکا متحده ایالتونو د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ د پنجشنبې په ورځ [د مارچ ۱۹مه] وویل: " د هغه څه په هکله چې د ایران په مشرتابه کې جریان لري ، پرېکړه کول روښانه نه دي،" چې په دې کې د ایران د نوي ستر رهبر آیت الله مجتبی خامنه يي ښکېلتیا هم شامله ده.

ګبارډ دا څرګندونې د استازو د جرګې د استخباراتو په کمیټه کې د یوې استماعیه غونډې پر مهال وکړې چې په هغه کې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) مشر جان راټکلیف او نورو استخباراتي چارواکو حضور درلود.

دوی د ایران د جګړې په تړاو د متحده ایالتونو د استخباراتي ارزونو په اړه د پوښتنو سره مخ شول چې ایا ایران متحده ایالتونو ته سملاسي ګواښ پېښ کړی و که نه.

ګبارډ کمېټې ته وویل چې استخباراتي بنسټونه ولسمشر ته د ګواښونو ارزونه وړاندې کوي او دا چې "په پای کې هغه د دې مسؤل دی چې کوم ګواښ سملاسي دی او یا که کوم سملاسي ګواښ شته وی څه ډول عمل باید وشي."

د کمېټې څو ډیموکراتو غړو د چارواکو څخه د "حماسي غضب" عملیاتو د وخت او دا چې ایا د ایران رژیم متحدو ایالتونو ته سملاسي ګواښ پېښوي که نه، پوښتنې وکړې.

د استازو جرګې غړي ایمی بیرا وویل چې متحدو ایالتونو ته کوم سملاسي ګواښ نه و پېښ او نه هم داسې کوم شواهد و چې ایران به پر امریکایي شتمنیو برید وکړي "چې د هغه څه څخه توپیر ولري چې دوی په تېرو څلورو لسیزو کې کړي دي."

بیرا وویل: "ولسمشر د امریکا د ولس په وړاندې دا مسؤلیت لري چې ټلویزیون ته راشي، امریکایانو ته او هغو سرتېرو ته چې زموږ د هېواد په خدمت کې یې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، وضاحت ورکړي چې ولې موږ له ایران سره په جګړه کې یو."

د سي آی اې مشر راټکلیف وویل چې ایران "په هر وخت کې یو دوامداره او سملاسي ګواښ" دی.

راتکلیف وویل: "ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې یو دوامداره ګواښ پاتې شوی، که سلګونه نه وي نو زرګونه امریکايان وژل شوي. یقیناً چې د څو کلونو په ترڅ کې زرګونه امریکایان د ایران د سپاه پاسداران د اعمالو له کبله ژوبل شوي دي. په خاصه توګه، په سیمه کې د امریکا د ګټو او ځواکونو په وړاندې ګواښونه ختم نشول. نه یوازې د ایران له خوا بلکې د هغو د نیابتي ډلو له خوا هم."

د ملي استخباراتو مشرې ویلي چې د ایران د عملیاتو لپاره هغه موخې چې د اسرائیلي چارواکو له خوا ټاکل شوې، د هغو څخه توپیر لري چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلي دي. هغې وویل چې اسراییل "د ایران د مشرتابه په فلج کولو" باندې تمرکز لري په داسې حال کې چې ټرمپ ویلي دی غواړي د ایران د بالستیک توغندیو او ماین اېښودلو وړتیا له منځه یوسي.

د استخباراتو دا استماعیه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې همدغه چارواکي د سنا د استخباراتو کمیټې ته وربلل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG