د لاس رسي وړ اتصالات

اکثر افغانان د هیواد د راتلونکي په هکله اندیښمن دي


گلوپ: زیات شمیر افغانان اندیښمن دي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې د طالبانو شتون پراخ شي.
گلوپ: زیات شمیر افغانان اندیښمن دي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې د طالبانو شتون پراخ شي.

د یوې نوې نظر پوښتنې له مخې د افغانانو له هرو لسو تنو څخه څلور تنه یې په دې باور دي چې له هیواد څخه یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به حالات د خرابۍ پر لور ولاړ شي.

د گلوپ په نامه د تحقیقاتي مرکز د نظرپوښتنې موندنې ښي چې د افغانانو شاو خوا نیمایي برخه پهدې باور دي چې په افغانستان د لږو بهرنیو سرتیرو په شتون سره به د طالبانو شتون په هیواد کې زیات شي، خو اکثر افغانانو د هیواد په پوځي ځواک باندې باور څرگند کړی دی.

د امنیتي وضیعت خرابي، په ځانگړې توگه د طالبانو گواښ د افغانستان د خلکو له اندیښنو څخه یوه اندیښنه ده. د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې ٢٠١۴ کال د یاغیانو د بریدونو په زیاتوالي افغان ملکي وگړو ته تر ټولو وژونکی کال و.

د گلوپ د نظر پوښتنې له مخې د هغو افغانانو ۴٦ په سلو کې چې په دې نظر پوښتنه کې یې ونډه اخیستې، اټکل کوي چې په هیواد کې به یې حالات خراب شي او له هیواد څخه د زیات شمیر بهرنیو سرتیرو په وتلو سره به د طالبانو شتون زیات شي. دا په داسې حال کې دي چې ٢٣ په سلو کې افغانان د طالبانو د شتون د کموالي تمه لري.

په ٢٠١۴ کې د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو سره د افغانستان په لویدیځ کې د اوسیدونکو وگړو ترمنځ د طالبانو د یاغیتوب په هکله اندیښنه زیاته شوې ده. د افغانستان د لویدیځ شاوخوا په سلو کې ٦٧ او د کابل په گډون د مرکزي سیمو اوسیدونکي په دې باور دي چې په هیواد کې به د طالبانو شتون زیات شي.

د گلوپ نظرپوښتنه ښي چې په جنوب او ختیځ کې د طالبانو د یاغیتوب په هکله اندیښنه کمه ده. خو د هغو سیمو اوسیدونکي اوس هم په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د طالبانو فعالیت زیات شي.

د اندیښنو سره سره د گلوپ د سویې له مخې په سلو کې ٧١ افغانان په دې باور دي چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د امنیتي او دفاعي مسولیتونو له عهدې څخه وتلای شي.

گلوپ ددې نظرپوښتنې په پایله کې وايي چې طالبان د اکثر افغانانو په په اند یو واقعي گواښ دی او اکثر افغانان په دې باور دي چې ددې ډلې تاوتریخوالی به زیات شي.

که څه هم چې امریکا به څه دپاسه لس زره سرتیري په افغانستان د ترهگرۍ ضد هڅو لپاره پریږدي خو زیات شمیر افغانان تر ډیره د ولسمشر غني د تیرې اونۍ لهڅرگندونو سره موافق دي چې د امریکا څخه یې د ٢٠١٦ کال په پای کې د ځواکونو د ایستلو د مهال ویش په اړوند د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي غني په څیر افغانان فکر کوي چې دلا هم زیات کارونه په مخ کې دي چې په هیواد کې ترسره شي او دا چې په هیواد روانه شخړه به که څه هم چې جگړه په رسمي توگه پای ته رسیدلې، پای ته ونه رسیږي.

دا نظرپوښتنه له ١٥ کلونو او له هغه څخه د زیات عمر لرونکو څخه د ٢٠١۴ کال د اکتبر له ١٨ څخه د سپتمبر تر ١٢ پورې په افغانستان کې ترسره شوې ده.

XS
SM
MD
LG