د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست او گردیز ترمنځ لویه لاره پخه شوه


ددې لارې د پخیدلو چارې د ناامنۍ او ترهگریزو بریدونو له امله څو کاله وځنډیدې
ددې لارې د پخیدلو چارې د ناامنۍ او ترهگریزو بریدونو له امله څو کاله وځنډیدې

ددې سړک د جوړولو چارې په څلورو برخو ویشل شوې وې. څلورمه او تر ټولو سخته سیمه یې د څټو کنډو و، چې د پکتیا او خوست ترمنځ د غره پیچومی دی او په ژمي کې به څو میاشتې بند و.

ددغه سړک په جوړولو ٢٣٢ میلیونه ډالر ولگیدل چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې (یو اس ایډ) لخوا ورکړل شوې دي.

سړک ٩ متره سور لري، چې اوه متره یې قیر شوی دی او یو یو متر د سړک څنډې دي.

ددې سړک تر پخیدلو وړاندې، د کابل او خوست ترمنځ لاره ٨ ساعته وه.

ددې لارې ویډیو دلته وگوری.

د خوست - گردیز لویه لار د امریکا د پرمختیایي ادارې په مرسته جوړه شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

ددې سړک د جوړولو چارې په څلورو برخو ویشل شوې وې، چې څلورمه او تر ټولو سخته سیمه یې د څټو کنډو و.

د څو سټو کنډو سیمه چې د پکتیا او خوست ترمنځ پرته ده ډیر غرني پیچومي لري چې لار به تل په ژمی کې څو میاشتې بنده وه.

دا لار د افغانستان یوه مهمه تجارتي لاره هم بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG