د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس د سعودي له پاچا سره د ناکراریو په اړه غږيږي


ګیټس د سعودي له پاچا سره د ناکراریو په اړه غږيږي
ګیټس د سعودي له پاچا سره د ناکراریو په اړه غږيږي

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس سعودي عربستان ته په سفر رسېدلی دی. هغه به په منځي ختېځ او شمالی افرېقا کې د روانو سېاسی ناکرارېو په هلکه د سعودی د پاچا ملک عبداله سره خبرې وکړي.

گېټس نن د سعودی عربستان پایتخت، ریاض کې دی. د تېرې ېوې مېاشتی په دوران کې سیمې ته دا د هغه دریم سفر دی.

په سیمه کې د سیاسي بدلونونو په باب د سلا مشورې نه علاوه توقع کیږي چې د امریکا د دفاع وزیر به د سعودی عربستان د پاچا سره د٦٠ میلیارد ډالرو وسلو د سودا په اړه هم وغږېږي.

سعودی عربستان غواړي چې د امریکا نه پرمخ تللي توغوندي واخلي. خو ددې خبرې ډیر کم امکان لیدل کیږي چې رابرټ گیټس به د سعودي د مشرانو په خپله د سعودی عربستان د روانې داخلي وضعې په اړه خبرې وکړي.

ددغه هېواد په ختیځ کې هم شیعه گان راپاڅېدلي دي او څو ځلې یې په محدوده پیمانه مظاهرې وکړې. د سعودی د تیلو زیاتره څاگانې د ملک په ختیځه برخه کې پرتې دي.

د پنټاگون یوه ویاند جیوف موریل خبریالانو ته وویل چې گېټس به دسعودی د پاچا سره د ایران د هغو کوښښو به اړه حتما خبرې وکړي چې د سیمې د موجوده سیاسي نا ارامیو څخه یې د گټې پورته کولو په خاطر کوي.

XS
SM
MD
LG