د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په حماس باندې نن هم پوځي بریدونو ته دوام ورکړ


فلسطیني چارواکي وایي، په نننیو وژل شویو کسانو کې یو جهادي مبلغ او د هغه دوه زامن شامل دي.

د رپوټونو له مخې د اسرائیل په وروستیو عملیاتو کې په غزه کې شاو خوا اته سوه فلسطینان وژل شویدي.

د اسرائیل د امنیتي چارو کابینې نن د جمعې په ورځ غونډه کړې چې پریکړه وکړي چې اتلس ورځنيو نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي او دا چې په پنځه ورځني، یا اونیز اوربند باندې غور وکړي چې مذاکرې پیل شي.

همدا شان فلسطینان د غزی د خلکو سره د پیوستون دپاره نن په لویدیځه غاړه کې لویه مظاهره ترتیب کړې ده.

پرون ، د بیت المقدس نه بهر په یوې لویی مظاهرې کې د اسرائیلي ځواکونو سره په نښتو کې، لږ تر لږه یو فلسطنی ووژل شو، او د یونیم سلو نه زیات فلسطینیان ټپیان شول. زرگونو فلسطینیانو د رامالا نه د بیت المقدس لور ته مارش وکړ. زیاترو څارونکو ویلي دي چې په لسو کالونو کې دغسې لویه مظاهره نه وه شوې.

همدغه راز په نابلوس، د بیت المقدس په زاړه ښار او په بیت الحم کې د ناکراریو رپوټونه ورکړ شویدي.

XS
SM
MD
LG