د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو پر غزې باندې ځمکنیو بریدونو ته زور ورکړ


عام وگړي د خپلو مړو د راټولولو په حال کې
عام وگړي د خپلو مړو د راټولولو په حال کې

اسراییلي پوځ نن وویل چې نورې اضافي قواوې یی هم د فلسطین خاورې ته استولی دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي، بن کي مون هم نن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراییلو او فلسطین تر منځ د تاوتریخوالي د ختمولو دپاره د حل لاره لټوي.

اسراییلي ځواکونه د غزې پر تړانگې باندې خپلو ځمکنیو بریدونو ته په پوره شدت دوام ورکوي. دا پداسې حال کې ده چې نن هم زیات شمیر فلسطینیان په همدې سیمه کې چې اوسیدونکي یی د جنگ څخه د تېښتې هڅې کوي، ددې تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د روغتیایی چارو په برخه کې فلسطیني چارواکي وايي د تیرو دوه اونیو په اوږدو کې د اسراییلو له خوا د بریدونو په نتیجه کې تر اوسه د وژل شویو شمیر څلور سوو ته نږدې شوی دی چې اکثر یې ملکي وگړي دي. یوازې نن تر حملې لاندې سیمه کې د شلو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ شو خو د وژل شویو دقیق شمیر ندی تائېد شوی.

اسراییل وايي دوه تنه ملکي وگړي او پنځه تنه سرتیري ېې د جولای د اتمې تاوتریخوالو نه را پدې خوا وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بن کي مون نن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې د اسراییلو او فلسطین تر منځ د تاوتریخوالي د ختمولو دپاره د حل لاره لټوي.

ښاغلی بن به اول دوحې ته سفر وکړي او وروسته له هغه ځای نه به په کویت ، قاهرې ، بیت المقدس، رام الله او عمان کې هم تم شي.

چارواکي وايي د ښاغلی بن د سفر اصلي موخه د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند ټینگول دي. د رپوټونو پر بنسټ هغه نن په قطر کې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس سره ولیدل . ښاغلی عباس به د حماس د ډلی مشر خالد مشعل سره هم د مصر له خوا د پخلاینې پر وړاندیز غور وکړي.

اسراییلي پوځ وایي تر اوسه یی د ترهگرو دوه سوه اهداف په نښه کړي دي چې شل تونلونه هم پکې شامل دي. اسرائېل وايی تندلارو له دې لارې د وسلو قاچاق کاوه.

د راکټونو څخه د اسراییلو دفاعي سیستم چې د وسپنې گونبدې په نوم شهرت لري تر اوسه پورې د زیات شمیر فلسطیني راکټونو مخه نیولې ده چې پر نښو ولگیږي.

اسراییل وایي دا بریدونه به تر هغه وخت پورې دوام ولري چې حماس دراکتونو توغولو نه لاس وانه خلي. فلسطینیان غوښتنه کوي چې اسراییل دې د غزې اوږد مهالې محاصرې څخه لاس واخلي او فلسطیني بندیان دې خوشې کړي.

د غزې ښار نن د سهار په لومړیو کې هم سخت ولړزول شو. پرون ټوله شپه هم اسراییلي جت الوتکو خپلو بریدونو ته د ټیټې ارتفاع د پروازونو په ترڅ کې دوام ورکاوه. خو د سهار په خړه کې ډلی ډلې فلسطینیان لیدل کېدل چې غواړي د غزې له جنگ ځپلې ختیځې برخې نه ځان وباسي.

ځاني تلفات

دحماس په وړاندې د اسراییل د جگړی د پیل څخه تر اوسه پورې چې دوه اونۍ یی تیریږي نږدې څلور سوه فلسطینیان وژل شوي او دوه زره اوه سوه نور د اسراییلو په ځمکنیو او هوایی بریدونو کې ټپی شوي دي.

اوسمهال د فلسطینیانو دپاره د ملگرو ملتونو د مهاجرینو په پناه ځایونو کې د فلسطیني مهاجرینو شمیر پنځوسو زرو ته رسيږي.

XS
SM
MD
LG