د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د کډوالو په دوو کمپونو د اسرائيل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۳ تنه وژل شوي

په غزې کې د عامې روغتیا مسؤلینو ویلي چې یکشنبه نومبر ۵ (لړم۱۴) د اسرائیل د جنګي الوتکو په بریدونو کې چې د کډوالو په دوو کمپونو یې وکړل، لږ تر لږه ۵۳ تنه وژل شویدي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د لنډې وقفې غوښتنه کړې تر څو په غزې کې عامو خلکو ته مرستندویه مواد ورسوي خو اسرائیل ویلي بریدونه به یې تر هغې وخته ادامه ولري تر څو یې د حماس ډله ځپلې نه وي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې څو هوایي بریدونه د مغازي په کمپ شوي چې لږ تر لږه ۴۰ تنه پکې وژل شوي او ۳۴ نور ټپي شویدي.

د اې پي خبري اژانس یو خبریال چې په سیمه کې په یو روغتون کې موجود و وایي چې همدې روغتون ته د اتو ماشومانو مړي راوړل شوي و چې د اسرائیل په هوایي بمبارۍ کې وژل شوي و.

د کمپ یو اوسیدونکي ویلي چې د اسرائیل د هوایي بریدونو له کبله پدې کمپ کې ګڼ شمیر څو پوړیزه کورنه چې د غزې د نورو سیمو څخه پکې خلکو پنا اخیستې وه، د ځمکې سره برابر شویدي.

د کمپ دې اوسیدونکي عرفات زیاته کړه، " دا په ریښتیني توګه ډله ایزه وژنه ده. دلته یوازې سوله ایز خلک دي. زه هر چا ته چې وایي دلته د مقاومت جنګیالي و، چلنج ورکوم".

د اسرائیل پوځ تر اوسه د دې بمبارۍ په هکله تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې د بمبارۍ له کبله د غزې تړانګه په دوو برخو ویشل شویده.

پوځ ویلي چې دا تړانګه په جنوبي او شمالي برخو ویشل شوې او زیاتوي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې ښار کلا بند کړی.

په غزې د اسرائیل هوایي بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا سیمې ته تللی چې پرې نږدې دا کړکیچ د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپور شي.

په غزې د اسرائیل د بمبارۍ له کبله پدې تړانګې کې د انټرنیټ او مخابراتو مزي پرې شوي.

د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي چې په غزې بمبارۍ به نن شپه او سبا ورځ هم دوام ولري.

د غزې چارواکو همدرانګه ویلي چې د اسرائیل بل هوایي برید د غزې په مرکزې برخه کې د کډوالو په بوریجي کمپ شوی چې لږ تر لږه ۱۳ تنه پکې وژل شویدي.

د الاقصي په روغتون کې مسؤلینو د اې پي خبري اژانس ته ویلي پدې کمپ کې تقریباً ۴۶ زره کسان ژوند کوي او د همدې تیرې پنجشبنې په ورځ هم پرې هوایي بریدونه شوي و.

سره لدې چې په نړۍ کې د فلسطینیانو په ملاتړ ګڼ شمیر مظاهرې شوي او د اورنبد غوښتنه یې کړي خو اسرائیل په غزې بمبارۍ نده بنده کړې او د حماس په ډلې تور لګوي چې د عامو خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې د اسرائیل هوایي بمبارۍ "ناموزونه" دي ځکه چې ګڼ شمیر عام خلک پکې وژل کیږي.

ملګري ملتونه وایي چې د عزې په شمال کې ګڼ شمیر کورونه چې خلک پکې اوسیدل، د هوایي بمباریو له کبله د ځمکې سره برابر شوي او پاتې خلکو چې شمیر یې ۳ زرو په شاوخوا کې دی، په هغو مرکزونو کې پنا اخیستې چې کنټرول یې د ملګرو ملتونو په لاس کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG