د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکېې د مرستو لومړني کاروان غزي ته ورسیده


د ترکېې او د اسرایلو ترمنځ د اړیکو د عادی کیدلو یوه اونی ورسته د غزي تړانگې ته ١٠٠٠٠ ټنه د مرستې مواد د اسرایلو د امنیتي پوستو له لاري غزي ته انتقال شوي دی.

د بشري مرستو دغه د ٥٠٠ لاریو کاروان چې خوراکی مواد ، دارو درمل د ماشومانو د لوبو شیان او دغه راز د اړتیا نورسامانونه پکشي بار شوي و، د دوشنبې په ورځ غزي ته ورسیدل. توقع ده ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د بشری مرستو نور کاروانونه هم غزی ورورسیږي.

د اسرایلو او د ترکېې اړیکې د ٢٠١٠ کال د مي په میاشتي کې ورسته له هغه خرابی شوي چې د اسرایلو پوځیانو د ترکیی په هغی یوي کیښتی برید وکړ چې هڅه کوله د اسرایلو د هغي بحري محاصري نه تیره شي چې د غزي تړانگې ته غځیدلي ده، د اسرایلو په دهغي حملي کې د ترکیی ١٠ تنه فعالعین چې د فلسطنیانو ملاتړي ول، په ډزوکې ووژل شول.

د ترکېې د سره صلیب د ټولنې ریس کریم کانیک،غزي ته تللې چې هلته د دغو بشری مرستو د ویش څارنه وکړي. هغه وویل، ترکیه به ،، په دوامداره ډول دغي سیمه ته د بشري مرستو انتقال،، جاری وساتي.

دهغه سامانونه په داسی وخت کې غزي ته رسیدلې دی، چې د روژي د میاشتي آخره ده او مسلمانان د چهارشنبي په ورځ د کوچني اختر رخصتي لمانځي.

په ٢٠٠٦ کال کې کله چې فلسطینې ډلی حماس چې دا وخت د غزي د تړانگي کنټرول لري، د اسرایلو یو پوځي ېې برمته کړ، نو اسرایلو په دغي سیمې بندیزونه ولگول.

په ٢٠٠٧ کال کې اسرایلو دغه بندویزونه هغه وخت لا پسي سخت کړل، کله چې د حماس ډلی د انتخاباتو د گټلو نه یو کال ورسته خپله مخالفه ډله، یعني الفتح په زور د غزي څخه ویستله او د غزي د تړانگي کنټرول یی په خپل لاس کې واخیست.

اسرایل واېې، غزي ته د غځیدلو لارو بندول په دی ضروري دی، چې حماس داسي توکې ترلاسه کوي چې د پوځي مقاصدو دپاره استعمالېدلي شي، خو د ملگرو ملتونو اداري بیا له ډیر وخت رایسي د اسرایلو په دغه عمل انتقادونه کړي دی.

تیره اونې، د ملگروملتونو سرمنشي بان کي مون دا بندیزونه یوه ،،ډله ایزه سزابللي،، او وویل خامخا باید د هغي حساب وشي.

XS
SM
MD
LG